د طالبانو استخباراتو په کابل کې د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني نیولی

AP ۱۴۰۳ تله ۶

معتبرو سرچینو افغانستان انټرنیشنل ته خبر ورکړی، چې د طالبانو استخباراتو په کابل کې د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني نیولی دی.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، ښاغلی کوهستاني د پنجشنبې په ورځ د تلې په پنځمه د کابل په سرای شمالي کې د طالبانو له خوا ونیول شو.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم معلومه ده، چې ښاغلی کوهستاني ولې نیول شوی دی.

جاوید کوهستاني کابل ته د طالبانو له ننوتلو مخکې په ټلویزیوني مناظرو کې د سیاسي او پوځي مسایلو تحلیل کاوه.

هغه یو له هغو څو سیاسي فعالانو څخه دی چې د زمري له ۱۴۰۰ راهیسې له افغانستانه نه دی وتلی.

نور خبرونه

رادیو