له بدخشانه سیمهییزو سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته ویلي،د بدخشان په پوهنتون کې طالب چارواکو هغه ۲۹ تنه زدهکړیالان له پوهنتونه اېستي چې د لمانځه پر مهال یې د فوټبال لوبه کوله.
د بدخشان په پوهنتون کې یو زدهکړیال وايي، چې طالبانو دغه زدهکړیالان ګواښلي، وهلي او تر ربړولو وروسته یې له پوهنتونه هم شړلي دي.
د سرچېنو په وینا، طالبانو د دغو اېستل شویو زدهکړیالانو نوملړ د هغوی له عکسونو سره یو ځای د پوهنتون په دروازه ځړولی او لیکلي یې دي دغه کسان نور نه شي کولای خپلو درسي ټولګیو ته لاړ شي.
تر دې وړاندې په بدخشان کې د امر بالمعروف ادارې د یو لیک له مخې د بدخشان ټولو زدهکړیالانو ته سپارښتنه کړې وه، چې په پوهنتون کې دې سیمهییزې جامې واغوندي.
طالبانو دولتي او د رسنیو کارکونکو او ان د افغانستان عامو وګړو ته هم سپارښتنه کړې، چې ږېرې پرېږدي، خولۍ پر سر کړي او سیمهییزې جامې واغوندي.
داسې هم پېښ شوي، چې طالبانو د سلمانۍ پر دوکانونو هم یرغل کړی، ګڼ سلمانان او د سلمانیو کارکوونکي یې وهلي ډبولي او هغه کسانو ته یې هم سزا ورکړې چې د دوی په وینا په لویدیځه بڼه خپل وېښتان جوړوي.