د طالبانو د روغتیا وزیر: خپل ماشومان واکسین کړئ چې له ناروغیو خوندي پاتې شي

AP ۱۴۰۳ تله ۵

په افغانستان کې پر واکسین د طالبانو له نویو محدودیتونو سره د دې ډلې د روغتیا وزیر له خلکو وغوښتل چې خپل ماشومان واکسین کړي.

طالبانو تېرو اونیو کې کور په کور د واکسین د کمپاین په مخنیوي سره په جوماتونو کې د ماشومانو د واکسینولو غوښتنه وکړه.

د طالبانو دا ګام له هغه وروسته و چې د روانې سپټمبر میاشتې پر لسمه یې کابل کې واکسیناتورې هم د واکسین له فعالیت منع کړې.

له دې محدودیتونو سره د طالبانو د روغتیا وزیر نن په کابل کې د کتلوي معافیت اړوند روغتون په پرانیست غونډه کې له خلکو وغوښتل چې خپل بچیان واکسین کړي: «خپل ماشومان د ناروغیو په مقابل کې واکسین کړئ چې خوندي او صحتمن پاېت شي.»

مولوي نور جلال جلالي د دغه روغتون په جوړولو او تجهیزولو کې د یونیسف مننه وکړه او همدارنګه یې له دې ادارې وغوښتل چې د واکسین په برخه کې ور سره مرسته وکړي.

هغه دا هم وویل، چې له هر مرستندوی سره یې په لیدنه او بهرنیو سفرونو کې یې تل دا غوښتنه کړې چې سیاست او صحت دې سره بېل وساتي.

خو په روغتیا او نورو برخو کې پر ښځو د طالبانو له بندیزونو سره د بهرنیانو مرستې هم اغېزمنېږي.

مرستندویان په دې برخه کې د مېرمنو رول اغېزناک بولي او په دې باور دي چې د روغتیا، واکسین او نورو برخو کې د ښځو بې برخې کول دغه چارې کم اغېزه کوي.

نور خبرونه

رادیو