د نړۍ څه باندې ۲۰ هېوادونو په نړیواله محکمه کې د طالبانو د محاکمې لپاره د المان، اسټرالیا، کاناډا او هالنډ د پرېکړې ملاتړ وکړ.
دغو هېوادونو اعلان وکړ، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو نقضول په ځانګړې توګه د ښځو پروړاندې جنسیتي توپیر غندي.
د اسوشېتېډ پرس د راپور له مخې، دغو هېوادونو ویلي چې له سیاسي نظره طالبان د افغانستان د قانوني رهبرانو په توګه په رسمیت نه پېژني.
په دې وروستیو کې د المان، اسټرالیا، کاناډا او هالنډ د بهرنیو چارو وزیرانو خبرداری ورکړ، چې که په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت تغییر ونه کړي، له طالبانو په نړیواله محکمه کې شکایت وکړي.
دغو څلورو هېوادونو ټینګار کړی، چې په افغانستان کې باید د ښځو او نجونو د حقونو نقضول ودورل شي.
د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د چهارشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې په افغانستان کې په سیستماتیک ډول د بشري حقونو په ځانګړې توګه بیا د ښځو پروړاندې جنسیتي توپیر وغانده.
اسوشېتېد پرس بیا د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې اوسمهال له دې طرحې څه باندې شلو هېوادونو ملاتړ اعلان کړ.
له دې سره، د بشري حقونو د څار په سازمان کې د افغانستان څېړونکې فرشته عباسي له نورو هېوادونو هم غوښتي، چې د یادو څلورو هېوادونو د قانوني اقدام ملاتړ وکړي.
مېرمن عباسي وویل: «د المان، کاناډا، اسټرالیا او هالنډ اعلانول ښایي د طالبانو له خوا د افغان ښځو او نجونو پروړاندې د جنسیتي توپیر او د بشري حقونو د نقض په برخه کې عدالت ته د رسیدو لپاره پیل وي