د حج او اوقافو وزارت وايي، د دغه وزارت د عوایدو د زیاتوالي په موخه یې په ننګرهار کې د ۶۸ میلیونه او ۳۷۵ زره افغانیو په لګښت یو سوداګریز مارکېټ جوړ کړی دی.
دا د خپل ډول یو بې ساری اقدام دی، چې حج او اوقافو وزارت سوداګریز مارکیټ جوړوي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې له دغه مارکېټ څخه به په کال کې تر شپږ میلیونه افغانیو زیات عایدات ترلاسه شي.
د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه مارکیټ د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې په ۱۲۰۰ متره مربع ځمکه کې جوړ شوی دی.
په دغه سوداګریز مارکېټ کې ۲۳ لوی پلورنځي او ۲۳ د استوګنې خونې شاملې دي او اووه تالارونه هم په پام کې نیول شوي دي.
د طالبانو د حج او اوقافو وزير نورمحمد ثاقب وويل، چې دغه مارکېټ د ننګرهار ولايت خلکو او سوداګرو ته د نويو اقتصادي فرصتونو د رامنځته کولو په موخه جوړ شوى دى.
هغه وويل، چې د حج او اوقافو وزارت له لوري د سوداګريزو مارکېټونو د جوړولو پلان به په نورو ولايتونو کې هم عملي شي.
د سکتوري وزارتونو تر منځ د دندو د وېش اصول نامې ته په کتو د دا ډول ودانیزو عایداتي کارونو چارې د فواید عامې وزارت او اړونده ښاروالۍ کولی شي؛ خو دا لومړی ځل دی، چې د حج او اوقافو وزارت سوداګریزې چارې پر مخ وړي.