په ایران کې مېشت فعالان: ‏د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو اداره د مهاجرو په چارو کې ناکام ده

AP ۱۴۰۳ تله ۵

ایران کې د "هنر او کلتور کمیټې" په نوم د افغان فرهنګي او ټولنیزو فعالانو ډله وایي، ‏د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو کمیشنري په ایران کې د کډوالو په چارو کې ناکام ده.
د دې کمیټې غړو په یوه پرانیستي لیک کې ویلي، ‏د دې ادارې د ناکامۍ له امله ایران کې د کډوالو ژوند له ناورین سره مخ دی.

په دې لیک کې لیکل شوي: «ډېری کډوال نه پوهېږي چې کومې قانوني مرجع ته ورشي او کومه اداره د دوی ستونزو ته د رسېدګۍ مسووله ده.»
د دوی په خبره، په ایران کې له کلونو راهیسې مېشت افغان کډوال نه یوازې دا چې له قانوني ملاتړ پرته او په ډار کې ژوند کړی، بلکې له بې عدالتیو، قومي تبعیض او سپکاوي سره هم مخ دي.
په ایران کې مېشت د "هنر او کلتور کمیټې" د فرهنګي او ټولنیزو فعالانو دا ډله زیاتوي، چې په ایران کې د افغان کډوال یادې ستونزې د دوی د روحي او رواني وضعیت د خرابېدو لامل شوی دی.
دوی وایي، په داسې حال کې چې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارل شوی او په افغانستان کې قانوني او ځواب ورکوونکی حکومت هم نه شته، د افغان کډوالو ستونزې تر پخوا زیاتې شوې دي او د دې وضعیت دوام به ناورین نور هم زیات کړي.
په ایران کې مېشت د "هنر او کلتور کمیټې" د فرهنګي او ټولنیزو فعالانو دغه ډله د ایران له حکومت غواړي، چې د افغان کډوالو د اېستلو بهیر ژر تر ژره ودروي.
دا ډله وایي،ې په ایران کې د افغان کډوالو د ملاتړ په برخه کې د ملګرو ملتونو شتون د دې پر ځای چې اغېزناک وي سمبولیک دی او د دوی د بنسټیزو ستونزو د هوارولو توان نه لري.
دغه فرهنګي او ټولنیز فعالان له نړیوالو ادارو غواړي، چې په روزنیزو او روغتیایي برخو کې د افغان کډوالو ملاتړ وکړي، ترڅو په ایران کې مېشتو افغان کډوالو ته رسېدګي وشي.
د دوی په باور، د بېړنیو تدابیرو په نیولو سره نړیواله ټولنه کولی شي، چې د افغان کډوالو ستونزې کمې کړي او د انساني ناورین مخه ونیسي.
ایران او پاکستان د افغانستان هغه دوه ګاونډي هېوادونه دي، چې له څه باندې یوه کال راهیسې یې د غیر قانوني کډوالو د اېستلو بهیر چټک کړی دی او هره ورځ لسګونه کورنۍ له دې هېوادونو اېستل کېږي.
که څه د بشري حقونو ملاتړو ادارو په ځلونو له دغو هېوادونو غوښتي، چې په جبري توګه د افغانانو د اېستلو بهیر ودروي، خو د دواړو هېوادونو په تګلارو کې هېڅ کوم بدلون نه دی راغلی.

نور خبرونه

رادیو