د طالبانو د کانونو وزیر تېره ورځ د ایراني استازي او د کانونو د اېستلو د شپږو شرکتونو له استازو سره په لیدنه کې د افغانستان د اوسپنې، ډبرو سکرو او نفتو د اېستلو په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون خبر ورکړی، چې د سې شنبې په ورځ د (وږي ۳مه) د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدري د ایراني استازي احمد محسني او د کانونو د اېستلو شپږو ایراني شرکتونو له استازو سره لیدلي او وايي، چې دغه شرکتونه د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې.
د دوی په خبره، د ایراني شرکتونو استازو د کانونو د اېستلو په برخه کې د افغان انجنیرانو د روزلو ژمنې هم کړې دي.
ایرانیان په داسې حال کې د افغانستان د کانونو په اېستلو کې د پانګونې لپاره لېوالتیا ښيي، چې تر ډېره د کانونو د اېستلو لویې پروژې له چینايي شرکتونو سره لا له وړاندې لاسلیک شوې دي.
څه موده وړاندې د طالبانو مشر د یاد وزارت پخواني وزیر شهاب الدین دلاور د فساد په تور له دندې ګوښه او پر ځای یې هدایت الله بدري د دغه وزارت د وزیر په توګه په دنده وګوماره.