سرچینې: په بدخشان کې د یوه پخواني پوځي پېغلې لور د یوه طالب د جنسي غوښتنې وروسته ځان وژلی

AP ۱۴۰۳ تله ۴

له بدخشانه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د یوه پخواني پوځي پېغلې لور د یوه طالب له‌خوا د جنسي غوښتنې له امله ځان وژلی.

د سرچینو په وینا، اکرام الدین چې له دغې نجلې یې جنسي غوښتنه کړې وه؛ په کابل کې د طالبانو د انتقالاتو کنډک د قوماندان اسلام الدین ورور دی.
د سرچینو د مالوماتو پر بنسټ، دغه ۲۲ کلنه نجلې کوژده شوې وه او د شنبې په ورځ (د وږي په ۳۱مه) یې د بدخشان په شهدا ولسوالۍ کې ځان وژلی دی.
سرچینې وایي، د دغې پېغلې نجلۍ پلار محمد یتیم د طالبانو د ولسوالۍ ادارې ته شکایت کړی؛ خو لاتراوسه د اکرام الدین د نیولو په تړاو کوم اقدام نه دی شوی.
سرچینو زیاته کړې، چې د طالبانو دغه غړی په وار، وار د دغې نجلۍ کور ته ورغلی و او هغه یې ګواښلې وه.
په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو د غړو د جنسي تېریو او د ښځو د ځان وژنو ډېری راپورونه لاس په لاس شوي دي.
خو طالبانو لا تراوسه خپل هیڅ یو غړی نه دی محاکمه کړی.
خو له بل پلوه د طالبانو ستره محکمه هره اونۍ د جنسي اړیکو په تور په عام محضر کې ګڼ خلک په دورو وهي.

نور خبرونه

رادیو