د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په لبنان کې د اسراییل په هوایي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ولسي مرګ ژوبله غندلې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل په اېکس پاڼه کاږلي، چې دغه وزارت په لبنان کې د اسراییل په وروستي وحشیانه بریدونه کې چې د ماشومانو او ښځو په ګډون سلګونه بې گناه وګړي په کې وژل شوي، په کلکه غندي.
د نوموړي په دغه لیکنه کې راغلي، چې په غزه کې د اسراییل لهخوا نسل وژنې ته په خپل وخت جدي ځواب نه ورکول د دې لامل شوي چې دغه هېواد د ټولې سيمې امنيت له ګواښ سره مخ کړي.
په یادښت کې زیاته شوې، چې نړۍواله ټولنه باید په دې برخه کې بېړني مسوولانه ګامونه واخلي.
د لیکنې په وروستۍ کرښه کې راغلي، چې له دغو ګامونو په اخیستو به په لبنان او فلسطين او په ځانګړې توګه په غزه کې د اسراییل د جنايتونو مخه ونیول شي او د ملکي وګړو خونديتوب به په کې تضمين شي.
د طالبانو لهخوا دغه غبرګون له هغه وروسته خپرېږي، چې تېره ورځ د لبنان د روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ پر لبنان د اسراییل په هوايي بریدونو کې د ۳۵ ماشومانو په ګډون د لږ تر لږه ۴۹۲ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.
د لبنان د روغتیا وزارت ویلي و، چې په دغو بریدونو کې د ۳۵ ماشومانو او ۵۸ ښځو په ګډون ۴۹۲ کسان وژل شوي او ۱۶۴۵ نور ټپیان شوي دي.
خو طالبان چې د ملګرو ملتونو په غونډه کې برخې اخیستلو ته نه دي وربلل شوي، د دغې ډلې غبرګون به هم زیات اغېزناک نه وي.