د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس وايي، تېره ورځ ۳۰۴ افغانې کورنۍ له ایران او پاکستانه راستنې کړل شوې دي.
یادې کورنۍ د کندهار، ننګرهار، نمیروز او هرات ولایتونو له لارو راستنې کړل شوې دې.
له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د اېستلو په دوام د سې شنبې په ورځ د (وږي ۳مه نېټه) ۲۷ کورنۍ د ننګرهار ولایت له تورخمه، ۴۰ کورنۍ د کندهار له سپین بولدکه، ۱۰۴ کورنۍ د نیمروز ولایت د ورېښمو له پله او ۱۳۳ کورنۍ د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې راستنې کړل شوې دي.
باختر اژانس د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له قوله لیکلي، چې تازه راستنو شویو یو شمېر اړمنو کورنیو سره یې مرستې کړې او یو شمېر نور یې خپلو اصلي سیمو ته لېږدولي دي.
په دې ورستیو کې له ایرانه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ خورا چټکه شوې او نږدې هره ورځ سلګونه کورنۍ له هغه هېواده په زور راباسي.
که څه هم تېره اونۍ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د یو شمېر بهرنیو هېوادونو له سفیرانو او استازو سره په ناسته کې په خپلو خبرو کې ویلي و، چې هېوادونه دې د افغان کډوالو په ستنولو کې له زغم او احتیاطه کار واخلي؛ خو لا هم ایران په خپل هېواد کې د افغانانو پر کارکولو، ښونځي ته د ماشومانو پر تګ او نورو برخو کې خپلو فشارونو ته دوام ورکړی دی.
په پاکستان او ایران کې مېشت افغان کډوال د یادو هېوادونو د امنیتي ځواکونو او خلکو له چلن څخه شکایت کوي؛ خو لا هم طالبان په دې نه دې توانېدلي چې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو له حقونو دفاع وکړي.