د طالبانو تر واک لاندې په تاشکند کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دغه هېواد کې د طالبانو نوي سفیر کار پیل کړی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت عبدالغفار بحر په تاشکند کې د دغې ډلې د سفیر په توکه ټاکلی دی.
په تاشکند کې د طالبانو سفارت وايي، چې عبدالغفار بحر د دوشنبې په ورځ (د تلې په دویمه نېټه) خپلې چارې پیل کړې دي.
ازبکستان سږکال د فبرورۍ په میاشت کې د افغانستان سفارت طالبانو ته سپارلی و.
طالبانو هغه مهال د شهاب الدین دلاور زوی مغفورالله شهاب د دغه سفارت د سفیر په توګه ورپېژندلی و.
له تاجکستان پرته د منځنۍ اسیا ګڼو هېوادونو له طالبانو سره اړیکي ټینګ کړي او د دغې ډلې ډیپلوماټان یې منلي؛ خو د دغو هېوادونو په ګډون د نړۍ هیڅ یو هېواد هم د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.