په هرات کې سیمه ییزې سرچینې وايي، طالبانو د یکشنبې په ورځ د تلې په لومړۍ نېټه د دغه ښار د خراسان له بازار څخه ۷۰ صرافان نیولي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه صرافان څو ځلې د صرافۍ او بانکي تضمين فیس د زياتوالي له امله د ولايت مقام مخې ته راټول شوي وو.
په هغو انځورونو کې چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، د هرات د صرافۍ په بازار کې د خراسان مارکېټ دننه د طالب سرتېرو حضور لیدل کېږي.
صرافان وايي، چې طالبانو د صرافۍ د جواز او بانکي تضمین ټول لګښت ۹ میلیونه افغانیو ته لوړ کړی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، له يکشنبې راهيسې دغه صرافان نيول شوي او تر اوسه یې د برخليک په اړه څه نه دي ويل شوي.
طالبانو تر اوسه د دې خبر په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو تل د لاریونونو او اعتراضیه غونډو مخه نیولې ده او د خپلو تګلارو او کړنو نیوکې نه شي زغملی.