جنرال محمد عاصم ملک د پاکستان د استخباراتي ادارې «ای اېس ای» د نوي مشر په توګه په دنده ګمارل شوی دی.
تر دې وړاندې جنرال ندیم انجم د پاکستان اسختباراتي ادارې مشر و.
د پاکستان دولتي ټلوېزیون «پي ټې وي» پر خپله اېکس پاڼه لیکي، چې جنرال عاصم ملک به د سپټمبر په ۳۰ په رسمي ډول خپله دنده پیل کړي.
د پاکستان د دولتي ټلوېزیون د راپور له مخې، جنرال محمد عاصم ملک دمګړی په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ په مرکزي دفتر کې د بشري سرچینو په برخه کې دنده ترسره کوي.
د پاکستان د ای اېس ای نوي مشر جنرال عاصم ملک تردې وړاندې د پاکستان په بلوچستان او د خیبر پښتونخوا ایالت په وزیرستان کې د پوځي عملیاتونو د قوماندان په توګه دندې ترسره کړي دي.
له نوموړي څخه وړاندې جنرال ندیم انجم د پاکستان د استخباراتي اداري «ای اېس ای» مشر و، چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان له لورې په ۲۰۲۱ کال کې په دنده ګمارل شوی و.