د طالبانو د دفاع وزارت چارواکی: په چاپلوسۍ دنده ترلاسه کول اوس عام دود ګرځېدلی

AP ۱۴۰۳ تله ۱

د طالبانو د دفاع وزارت سر مفتیش مفتي لطف‌الله حکیمي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې «په هغه چاپېریال کې چې چاپلوسي عامه وي، کاري فضا ناسالمه کیږي»

نوموړي ویلي، چې په چاپلوسۍ دنده ترلاسه کول اوس عام دود ګرځېدلی.

د طالبانو د دفاع وزارت سر مفتیش لطف‌الله حکیمي د یکشنبې په ورځ د (تلې لومړۍ نېټه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «په چاپلوسۍ د مقام ترلاسه کول اوس عام دود شوی.»

د طالبانو د دفاع وزارت دغه چارواکی وایي، په هغه چاپیریال کې چې چاپلوسي عامه وي، کاري فضا ناسالمه کېږي.

نوموړی زیاتوي، چې په داسې ځایونو کې خلک پر خپل کار او حقیقي پرمختګ تمرکز نه کوي، بلکې هڅه کوي چې د چاپلوسۍ او بې ځایه صفتونو له لارې مقام او امتیازونه ترلاسه کړي.

د هغه په خبره دا حالت کاري وړتیا او څرنګوالی پیکه کوي.

له ښاغلي حکیمي څخه وړاندې نورو طالب مشرانو هم ورته څرګدونې کړې وې او ویلي یې وو، چې په یو شمېر ادارو کې د مسلکي او وړ کسانو پر ځای نا مسلکي کسان د چاپلوسۍ او خپلوئ له مخې په دندو ګمارل شوي دي.

د راپورونو له مخې، یو شمېر طالبان د خپلو لوړ پوړو چارواکو د خوشحالولو لپاره پر ټویټر او نورو ټولنیزو رسنیو کې نه منوونکي تبلیغات کوي، چې په دې سره طالب مشرانو ته نږدې شي او په خپله دندو پاتې شي.

نور خبرونه

رادیو