ایرانۍ ډاکټره: یو ټپي شوی کارګر ماشوم د اخراج له وېرې نه غوښتل چې په روغتون کې بستر شي

AP ۱۴۰۳ تله ۱

یوې ایرانۍ ډاکټرې لیلا عزیزي په خپل انسټاګرام پاڼه کې د هغو افغان ناروغانو لیدلی وضعت خپور کړی، چې په ایران کې یې روغتون ته مراجعه کوله.

اغلې عزیزي لیکلي، چې ځینې افغان ناروغان حتا د ژورو ټپونو او جدي ناروغیو په لرلو سره نه غواړي د اخراج له وېرې په روغتون کې بستر شي.

دغه ایرانۍ ډاکټرې د بېلګې په توګه په شیراز کې د یوه ۱۴ کلن افغان کارګر یادونه کړې، چې د برېښنا د شاک له امله یې لاس «دویمه او درېیمه درجه» سوځېدلی و؛ خو د دغه هېواد څخه د ايستلو له وېرې يې په روغتون کې د بستر کېدو څخه ډډه وکړه.

مېرمن عزیزي لیکلي ناروغ ورته وړاندیز وکړ، چې هره ورځ روغتون د زخم د تداوۍ لپاره راځي.

دغه ايرانۍ ډاکټرې ويلي، چې افغان کډوال ناروغ ته یې خبرداری ورکړ، که په داسي حالت کې یې ممکن لاس او ګوتې جوړې نه شي.

ډاکټرې لیکلي، چې هغه له یو بل افغان ناروغ سره مخامخ شوه، چې د «د شکرې ناروغي» یې درلود؛ خو د انټي بایوټیک د اخیستلو لپاره درملتون ته هم نه تلو.

دغه ناروغ وویل وېره لري، چې د درملو د اخیستلو پر مهال به ونیول شي او له دغه هېواده به ویستل شي، چې مېرمن او ماشومان به یې په ایران کې پاتې شي.

لیلا عزیزي د یوې افغانې مېرمنې په اړه هم لیکلي، چې ډاکټرانو ورته د رحم د ایستلو سپارښتنه کړې؛ خو هغې زړه نه ښه کاوه.

دغې مېرمنې ویلي، چې د افغانانو د نیولو او ایستلو د زیاتوالي له امله یې مېړه «یوه ورځ کار ته ځي او لس ورځې نه ځي.»

دغې کډوالې مېرمنې وویل؛ په داسې حال کې چې دغه کورنۍ د ایران د اوسېدو کارت لری؛ خو ایرانیان په بې توپیره توګه کډوال نيسي او باسي يې.

دغه ایرانۍ ډاکټرې لیکلي؛ ټول افغان کډوال نه غواړي، چې د نیول کېدو او بیا ایستل کېدو له وېرې په روغتون کې بستر شي.

د هغې په خبره، چې دا کار کولی شي د دوی لپاره دردناکې پایلې او د دوی د ناروغیو د زیاتوالي لامل شي.

لیلا عزیزي لیکلي، چې د یوې ډاکټرې په توګه له کلونو راهیسې یې په ایران کې د افغان کډوالو درملنه کړې او نه شي کولای هغوی ته «ډاډ ورکړي» چې په روغتون کې هیڅوک د دوی د قانوني کیدو یا د اوسیدو له اسنادو سره هېڅ تړاو نه لري.

ایران له لسیزو راهیسې د افغان کډوالو د اوسېدو له مهمو هېوادونو څخه دی؛ خو د دغو کډوالو ډېری یې د خپلو ماشومانو لپاره د زده کړې حق او روغتیایی خدمتونو ته په منظم ډول لاس رسی نه لري.

په وروستیو میاشتو کې ایران د افغان کډوالو نیول او له دغه هېواده ايستل زیات کړي او څو ځله دغو کډوالو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې که قانوني اسناد لکه وېزې او پاسپورتونه ولري، هم نیول کیږي او ویستل کیږي.

نور خبرونه

رادیو