د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وایي، دغه اداره به په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال تر پایه ۵،۶ میلیونه کروندوګرو ته د غنمو با کیفیته تخم او کیمیاوي سره ووېشي.
د ملګرو ملتونو چارواکو په کندوز ولایت کې له کروندګرو سره د دوی د اړتیاوو او د «ژمي غنمو د کمپاین» په اړه خبرې اترې وکړې.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان تر دې وړاندې هم ویلي و، ټاکل شوې ده، چې د دې سازمان د «ژمي غنمو کمپاین» کې څه باندې یو میلیون ټنه غنم راټول کړي، چې په افغانستان کې به د کابو پنځه میلیونه کسانو اړتیاوې پوره کړي.
یاد سازمان زیاته کړه، چې په افغانستان کې نږدې دوه میلیونه نورو کسانو ته د غنمو د تامین لپاره ۳۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې سږ کال په هېواد کې د غنمو ۴.۹ میلیون میټریک ټنه حاصلات راټول شوي دي.
د دوی په خبره، د غنمو په حاصلاتو کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
غنم د افغانستان په کرنه کې حیاتي رول لري او د ډېریو کورنیو لپاره د خوړو اصلي سرچینه ده.
د یادولو ده، چې دا محصول د هېواد د کرنیز اقتصاد لویه برخه جوړوي.