اوچا په خپله رسمي اېکس پاڼه لیکلي، چې د هالنډ هېواد د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
او چا د یادې مرستې په اړه نور جزیات نه دې ورکړي، چې یاده مرسته به په کومو برخو کې ولګول شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی سازمان (اوچا) د یکشنبې په ورځ د (تلې لومړۍ نېټه) په اېکس پاڼه د هالنډ له لوري د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ۱۵ میلیونه یورو مرستې په اړه مننه کړې ده.
اوچا لیکلي، چې هالنډ له افغانستان سره درېیم لوی مرسته کوونکی هېواد دی او د ۲۰۱۶مېلادې کال راهیسې یې له افغانستان سره ۸۹ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
دغه سازمان د هالنډ هېواد له لوري د تازه مرستې په اړه نور جزیات نه دې خپاره کړې، چې یاد ۱۵ میلیونه یورو به په کومه برخه کې ولګیږي.
خو دغه سازمان څو ورځې وړاندې ویلي وو، چې په افغانستان کې د ورستیو بارانونو او سېلابونو له امله ۱۹۱۰۰ کورونه اغېزمن شوي، چې له دې جملې، ۶۲۰۰ کورنه ویجاړ او ۱۲۹۰۰ نور کورونه زیانمن شوي دي.
یاد سازمان ویلي و، چې د راتلونکي ژمي لپاره له یو میلیونه کسانو سره د مرستو لپاره ۵۹،۳ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.