‏د ازادۍ جبهه: په کابل کې مو د طالبانو دوه تنه غړي وژلي او دوه نور مو ټپیان کړي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۲۹

د ازادۍ جبهه وايي، چې تېر ماښام یې په پلازمېنه کابل کې د طالبانو دوه تنه غړي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

دغې جبهې په اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره شپه نا وخته چهارشنبه د (وږي په ۲۸مه) د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د میوند واټ څلوېښت مټره سړک ته څېرمه یې د کورنیو چارو وزارت پر «ګزمې»‌ برید کړی.
دغې جبهې لیکلي، چې په دغه برید کې یې د طالبانو دوه تنه غړي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم کومې خپلواکې سرچېنې د دغې ادعا پخلی کړی. افغانستان انټرنشنل هم د یوې خپلواکې او بې پرې رسنۍ په توګه د دغې ادعا تایید نه شي کولای.
خو د ازادۍ جبهه ډېر ځله د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پر طالبانو د بریدونو خبرونه خپروي.

نور خبرونه

رادیو