طالبان: تېره ورځ له پاکستان او ایرانه ۳۲۲ کورنۍ راستنې شوې دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۲۸

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د دغه ډلې د کډوالو وزارت له قوله ویلي، چې تېره ورځ له پاکستان او ایرانه ۳۲۲ افغان کډوالې کورنۍ راستنې کړل شوې دي.

دغه اژانس د چهار شنبې په ورځ د (وږي ۲۸مه) پر خپله اېکس پاڼه د دغې ډلې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له قوله لیکلي، چې د افغان کډوالو د اېستلو په لړ کې تېره ورځ د پاکستان او ایرانه ۳۲۲ افغان کډوالې کورنۍ راستنې کړل شوې.
د راپورونو له مخې، ۵۵ کورنۍ د ننګرهار له تورخمه، ۵۵ کورنۍ د کندهار له سپین بولدکه، ۹۷ کورنۍ د نیمروز د وریښمو پله او ۱۱۵ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې کړل شوې دي.
باختر اژانس ویلي، چې له دغو تازه راستنو شویو یو شمېر کورنیو سره د طالبانو د کډوالو او راستنېدو چارو وزارت له لوري مرستې هم شوې او یو شمېر یې خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شو\ې دي.
پاکسان او ایران هغه افغان کډوال له خپلو هېوادونو باسي، چې په دغو هېوادونو کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
ایران په دې ورستیو کې پر افغان کډوالو د فشارونو په دوام پر افغان کډوالو د وچې ډوډۍ پر پلور او په ښوونځیو کې د افغان ماشومانو پر شمولیت هم بندیز لګولی دی.
له ایران او پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو اېستلو ته په غبرګون کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ وویل، چې هېوادونه دې د افغان کډوالو په ستنولو کې له زغم او احتیاطه کار واخلي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي تېره ورځ په کابل کې د بهرنیو هېوادونو له سفیرانو او استازو سره په ناسته کې په خپلو خبرو کې وویل:« په ځانګړې توګه مو د پاکستان او ایران اسلامي جمهوریت څخه لکه څنګه یې چې په څلوېښتو کالو کې د میلیونونو افغانانو کوربه‌توب کړی، هیله ده پاتې وختونه هم په ښه نیت او حوصله را سره تېر کړي، مهاجرینو ته تکلیف ونه رسېږي او افغانان پخپله خوښه هېواد ته را ستانه شي.»
په دې وروستو کې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ چټکه شوې ده.
هم‌مهاله افغان کډوال شکایت کوي، چې په دغو هېوادونو کې د امنیتي ځواکونو او خلکو چلن هم ور سره سخت شوی دی.

نور خبرونه

رادیو