شنونکي: طالبان پردي پاله او د افغاني ارزښتونو سره په تضاد او ټکر کې روزل شوې ډله ده

AP ۱۴۰۳ وږی ۲۴

یو شمېر شنونکي په دایکنډي کې د هزاره توکمو د وژنې په تړاو د طالبانو پر ځنډني غبرګون او د پېښې قربانیانو ته د شهیدانو پر ځای د وژل شویو د ټکي کارول یو توپیري چلن بولي او پر دغې ډلې نیوکې کوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له پېښې یوه ورځ وروسته په خپله اېکس پاڼه خپور شوي پیغام کې د پېښې قربانیانو ته د وژل شویو ټکی کارولی، په داسې حال کې چې د فلسطین د حماس ډلې د مشر اسماعیل هنیه لپاره یې د «شهید» کلمه کارولې وه.
دغه شنونکي نېوکه کوي، چې طالبان په فلسطین کې د حماس ډلې د وژل شوي مشر اسماعیل هنیه لپاره د «شهید» ټکی کاروي؛ خو د خپلو خلکو لپاره د وژل شویو د ټکي په کارولو بسنه کوي.
لیکوال او زورنالیست عصمت قانع وايي، چې طالبانو اسامه بن لادن هم ستر شهید باله؛ خو د خپل هېواد ملي اتلان او یا هغه کسان چې د دې خاورې د خپلواکۍ لپاره به یې سرونه قربانول هغوی به یې وژل شوي یادول.
ښاغلی قانع زیاتوي: هغه وخت چې موږ په کندهار کې و او د پخواني حکومت پر ضد د مجاهدینو جګړه روانه وه، د القاعده شبکې وژل شوي کسان به یې په ځانګړې هدېره کې ښخول چې د شهیدانو هدیره یې بلله؛ خو افغان مجاهدین یا طالبان به چې ووژل شول په هغه شان او شوکت یې نه ښخول لکه د نورو هېوادونو مجاهدین به یې چې ښخول، ان تر دې چې د هغوی مړي به یې هم د هغوی له کورنیو او خپل خپلوانو پټ ښخول.
دا رنګه لیکوال او د سیاسي چارو شنونکی ډاکتر عبدالغفور لېوال هم طالبان یوه پردي پاله ډله یادوي او په وینا یې چې په طالبانو کې نه یوازې هېوادني او ملي ارزښتونه پیکه دي؛ بلکې د هغه په باور دغه ډله پر ملي ارزښتونو له سره باور نه لري.
ښاغلي لېوال په دې اړه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل:« واکمنه ډله چې ځانونه د خدای د لارې مجاهدین بولي، په خپلو رسمي ادبیاتو کې خپل وژل شوي شهیدان ګڼي او نور خلک وژل شوي بولي. په دې توګه دوی غواړي، د خپلو ملګرو قتل ته تفضیل او لوړتیا وبښي.»
په افغانستان کې به تېرو حکومتونو هغه عامو افغانانو ته هم د شهید لقب کاراوه، چې په جګړو، د دوښمنانو په بریدونو او ان په طبیعي پېښو کې به مړه شوي وو.
داسې ښکاري چې اوسني واکمن دغه اعزازي لقب په تبعیضي توګه یوازې خپلو ملګرو یا هغه چاته کاروي، چې د دوی له معیارونو سره برابر وي.
په اسلامي نړۍ او افغانستان کې هر لوری خپل وژل شوي شهیدان او د مقابل لوري مقتولین یا وژل شوي ګڼي؛ نو له دغه منطقه داسې ښکاري چې طالبان په افغانستان کې وژل شوي خپل خلک نه ګڼي او هغوی چې خپل ګڼي هغوی ته که د هر هېواد وي د شهید خطاب کوي.
خو د دایکنډي له پېښې وروسته د افغانستان بېلابېلو قومونو او ولسونو په دغې غمیزې خواخوږي ښودلې او د دایکنډي غم یې د ټول هېواد کډ او شریک غم بللی دی.

هغوی په خواله رسنیو کې دا وښوده، چې په دغه هېواد کې ټول قومونه سره وروڼه دي او یوازې طالبان دي چې، نه په کوم قوم او جغرافیې پورې تړلي دي او نه هم خپلو ملي ارزښتونو ته درناوی او احترام کوي.

نور خبرونه

رادیو