د طالبانو د حکومت ویاند په دایکنډي کې د ۱۴ افغانانو وژل او د شپږو نورو ټپي کېدل غندي او وايي، «د خپلو خلکو د سر او مل ساتنه د دې ډلې د حکومت مکلفیت دی.»
ذبیح الله مجاهد زیاتوي، چې پرون په دې پېښه کې دایکنډي او غور ولایتونو ترمنځ ١٤ تنه وژل شوي او ٦ نور ژوبل شوي دي.
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم دا پېښه ترهګریز عمل او د انسانیت او اسلاميت ضد جنایت بللی دی.
حامد کرزي خپل اېکس کې د دې پېښې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او ټپیانو ته یې بېړنۍ روغتیا غوښتې ده.
دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته ځايي وخت شاوخوا يوه بجه د دایکنډي د سنګ تخت او بندر ولسوالۍ په قرودل کلي کې رامنځته شوې ده.
داعش څو ګړۍ وروسته په یوه خبرپاڼه کې مسوولیت د دې پېښې مسوولیت منلی او وايي، ۱۵ شیعه یان یې وژلي او شپږ نور یې ټپي کړي دي.
دا کسان چې ټول نارینه وو، د عراق له کربلا د راغلو زیارتوالو د هرکلي لپاره غور ولایت ته تللي وو.
افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي معلومات ښیي چې داعش د دغو کسانو په وژلو کې له یوې امریکايي وسلې کار اخیستی دی.
یوې پوځي سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د داعش له خوا په خپره شوې ویډیو کې لیدل شوې توپانچه د«GLOCK ۱۹ in ۹ mm» چې پخوانیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته وېشل شوې وې.
سرچينه وايي، د دغو وسلو څلور ډولونه د پخواني حکومت ځواکونو ته وېشل شوي، چې په کې «GLOCK ۱۹ in ۹ mm» په کې تر ټولو عامې وې.
له دې سره چې امریکا له افغانستانه ووتله، په افغانستان کې یې ډېرې سپکې او درنې وسلې پرېښودې، چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وینا ۸۵ میلیارده ډالره ارزښت لري.
که څه هم طالبان وايي، چې په افغانستان کې پاتې امریکايي وسله خوندي ده، خو پاکستاني چارواکي هم وخت ناوخت ادعا کوي چې د دوی ضد وسلوال دا وسله کاروي.