د روسیې د ملي امنیت سلاکار طالبانو ته ويلي چې د ملي پخلاینې بهیر پيل کړئ

۳ ساعتونه مخکې

د روسیې د ملي امنیت سلاکار سرګي شویګو په کابل کې له طالب چارواکو سره په لیدنه کې د افغانانو ترمنځ د پخلاینې بهیر د پیل کېدو غوښتنه کړې ده.

هغه ویلي، چې روسیه په افغانستان کې د دایمي سولې لپاره چمتو ده د افغانانو ترمنځ د پخلاینې په بهیر کې مرسته وکړي.

سرګي شویګو چې پخوا د روسیې د دفاع وزیر و، د دوشنبې په ورځ د یوه چګپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته لاړ او هلته یې د طالبانو د رییس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د طالبانو دفاع وزير ملا یعقوب او کورنیو چارو وزير سراج الدين حقاني سره جلا جلا ليدنې او خبرې کړې دي.

د روسیې د خبري اژانسونو د راپورونو له مخې، شویګو له طالب چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، «موږ د افغانانو ترمنځ د پخلاینې د پروسې په شمول، د خپلو هیوادونو ترمنځ د رغنده سیاسي خبرو اترو د رامنځته کولو لپاره خپل چمتووالی تاییدوو.»

بین الافغاني خبرې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې د هوکړې یوه برخه ده، خو طالبانو د تېر حکومت له مرکچي پلاوي سره له خبرو انکار وکړ.

له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو په وتلو سره افغان جمهوري حکومت نسکور شو او طالبانو په بشپړه توګه واک په لاس کې واخست.

په تېرو دریو کلونو کې د طالبانو مخالفو سیاسي جریانونو په وار وار له دې ډلې سره پر خبرو او مذاکراتو ټینګار کړی خو طالبانو دا وړاندیزونه رد کړي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږوال فریدون سینیرلي اوغلو تېر کال د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت په اړه د خپلې ارزونې راپور وړاندې کړ.

له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د لارې نقشه او د افغان سیاسيونو د مشارکت لپاره د سیاسي بهیر پیل د دغه راپور د وړاندیز یوه برخه وه.

اوغلو ویلي، چې دا بهیر د حکومت او طالبانو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو لامل کېدای شي.

طالبانو د «بین الافغاني خبرو» او په حکومت کې د ګډون لپاره د پخواني حکومت د غړو له راستنیدو سره مخالفت ښودلی دی.

طالب چارواکو ویلي، چې له روسي پلاوي سره یې په لیدنه کې پر اقتصادي همکاریو او د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.

طالبانو د افغانانو ترمنځ د پخلاینې لپاره د دغه پلاوي د غوښتنې یادونه نه ده کړې.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر شویګو ته ویلي، چې د طالبانو اداره د مسکو مرستې ته اړتیا لري چې د لویدیز د بندیزونو اغیز کم کړي.

د روسي رسنیو د راپور له مخې، برادر ویلي، «موږ هڅه کړې، چې د افغاني توکو د صادراتو او د بهرنۍ پانګونې د ودې لپاره شرایط برابر کړو.»

دغه طالب چارواکي ویلي، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته امریکا او لویدیز پر طالبانو فشارونه زیات کړل؛ د افغانستان شتمنۍ یې کنګل کړې او د دې ډلې پر مشرانو یې د سفر بنديزونه ولګول.

نور خبرونه

رادیو