د اوسني عیسوي کال د فرورۍ په اتمه پاکستان کې له ټول ټاکنو نه وروسته دغه هیواد په پرله پسې توګه له مخ په ژوریدونکي سیاسي انقطاب سره لاس ګریوان دی.
د تحریک انصاف په نوم د عمران خان ګوند د پوځ پر لوی درستیز جنرال عاصم منیر تور پورې کوي چې د هغه په امر د پوځ استخباراتي سازمان ای ایس ای د رایو په شمیر کې درغلي وکړه او په پنجاب کې یې د پارلمان هغه ټولې چوکۍ چې تحریک انصاف ګټلې وې، مسلم لیګ ته وسپارلې او شهباز شریف یې یو ځل بیا د وزیراعظم په چوکۍ کېناوه.
شهباز شریف د وریر اعظم په توګه په خپله پخوانۍ دوره کې جنرال عاصم منیر په داسې حال کې د پوځ لوی درستیز ټاکلې و، چې عمران خان غوښتل چې په دغه منصب د ای ایس ای پخوانی رئیس جنرال فیض حمید کینوي.
اوس دا خبره جوته ده چې دغه پورته ذکر شوې انقطاب او مخاصمت تر سیاسي ګوندونو محدود نه دی.
د پاکستان د پوځ په رهبرۍ او صفوفو کې هم د عمران خان حامیان موجود دي او هم دغو عناصرو د ۲۰۲۲عیسوي کال په نهمه د یوې ناکامې کودتا هڅه هم کړی وه، چې د سلو نه زیات پوځي او ملکی تورن کسان په دغه تور بندیان دي او محاکمې ته منتظر دي.
په تیرو دوو کلونو کې جنرال عاصم منیر د پوځ دوو قول اردو ګانو قومندانان او یو شمیر د ټیټو رتبو صاحب منصبان د پوځ نه برطرف کړي دي.
په دې لړ کې تر ټولو مهم او دراماتیک پرمختګ یوه میاشت وړاندې د سپتمبر د میاشتې په دولسمه نیټه د ای ایس ای د پخواني لوی مشر متقاعد جنرال فیض حمید د مالي فساد په تور بندي کیدل و.
په واقعیت کې په هغه اصلي تور د سیاسي قدرت بیا لاس ته راوړلو په کار کې د عمران خان او د هغه د ګوند سره مرسته کول و.
د فیض حمید د توقیف نه وروسته څیړنو وښودله چې په ای ایس ای کې د خپل پخواني نفوذ په زور فیض حمید د راولپنډۍ په اډیاله نومي محبس کې بندي عمران خان ته د محبس نه بیرون د خپل ګوند سره او حتا چې د نورو هیوادونو میډیا سره د تماسونو او د مطبوعاتي مصاحبو امکانات برابر کړي وو.
پنجاب کې د عمران خان د ګوند پر غونډو بندیز
د پاکستان په مرکزي حکومت او د پنجاب ایالت په حکومت کې د نواز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ خاکمیت دی.
په مرکزي حکومت کې د هغه کشر ورور شهباز شریفوزیراعظم دی او پنجاب کې د نواز شریف لور مریم نواز سر وزیره ده.
دغه حکومتونه او جنرال عاصم منیر په اسلام اباد او پنجاب کې د عمران خان ګوند ته د ولسي غونډو جوړولو اجازه د سیاسي بې ثباتۍ د مخ نیوي په پلمه نه ور کوي.
په څو څو واره حکومت د تحریک انصاف په ولسي غونډو بندیز ولګاوه، خو اخر د محاکمو په امر د سپتمبر په اتمه تحریک انصاف د اسلام اباد سره نزدې یوه ستره سیاسي غونډه جوړه کړه چې د حکومت له خوا د ډیرو خنډونو او موانعو د ایجادولو باوجود ګڼ شمیر خلکو پکې ګډون وکړ.
پښتونخوا کې د تحریک انصاف حکومت دی، نو د هغه ځای د سر وزیر علي امین ګنډا پور په مشرۍ ډیر خلک دې غونډې ته راغلل.
په دغه غونډه کې هسې خو ډیرو ویناوالو په مرکزي حکومت کلک انتقادونه وکړل، خو د سر وزیر علي امین ګنډه پور وینا اسلام اباد وخوځاوه، ځکه چې یو خو هغه نیغ په نیغه او نام ګرفته د پوځ په رهبرۍ د بحران د ایجادولو تورونه ولګول او بله دا چې دغه تورونه او انتقادونه د یوه ایالت د برحاله سر وزیر له خولې ووتل.
د علي امین ګنډاپور خبرو او دغې پیښې ته جنرالانو سخت عکس العمل وښود، وړومبی یې د پارلمان د تعمیر د دروازې نه او وروسته په شپه کې یې حتا د پارلمان د داخل نه د ولسي جرګې نهه تنه غړي ونیول.
پوځیانو د شپږو اوو ساعتونه لپاره سر وزیر ګنډا پور بدون د هغه د دولتي رتبې د تشریفاتو نه د ځان سره بوته او تړی تم یې کړ، هغه اوه ساعته پس څرګند شو او پیښور ته ولاړ.
د جنرالانو دا خیال وو چې ګویا عمران خان او د هغه ګوند به عقب نشیني وکړي، خو داسې و نه شول.
له پوځ سره له خبرو ډډه
عمران خان چې په تیرو څو کلونو کې یې د پوځ د لوی درستیز سره په خبرو ټینګار کاوه، له پورته پیښو نه وروسته یې د محبس د ننه نه اعلان وکړ چې هغه نور د پوځ سره خبرو ته حاضر نه دی او د مذاکراتو دروازې یې وتړلې.
سر وزیر ګنډا پور د اسلام اباد نه بیرته تګ نه څلیرویشت ساعته وروسته مدافع وکیلانو ته په خپله وینا کې جنرالانو ته ګوت څنډنه وکړه او هغوی ته یې د ځان د اصلاح کولو مشوره ورکړه.
ګنډا پور دړکه وکړه چې که مرکزي حکومت د افغانستان طالبانو سره د ترهګرۍ د مخ نیوي لپاره خبرې ونه کړي، نو د هغه ایالتي حکومت به خپله د هغوۍ سره خبرې پیل کړي.
بل د پاکستان په تاریخ کې بې ساری کار دا وشو چې د پښتونخوا په صوبايي اسامبله کې د تحریک انصاف غړو په خپلو ویناوو کې په جنرالانو او ای ایس ای د سیاسی انجنیرۍ، په ټول ټاکنو کې درغلی او دسیسو تورونه پورې کړل او د خپلو ادعا ګانو لپاره یې ثبوتونه هم وړاندې کړل.
که څه هم د هغوۍ نیوکې په تیرو دوو کلونو کې تر هغو ګامونو محدودې دي چې د پي ټي ای په ضد اخستل شوي وو، خو د اسامبلې د ویناوو په پایکې غونډې یوه مصوبه تصویب کړه چې پکې یې په سیاست کې د لاس وهونکو پوځي افسرانو د محاکمې غوښتنه وکړه.
دا نیغ په نیغه د لوی درستیز جنرال عاصم منیر ، د ای ایس ای د عمومي رئیس جنرال ندیم انجم او د هغوی د ملګرو د محاکمې غوښتنه ده.
سیاسي شنونکي باور لري چې عمران خان او د هغه ګوند اوس هم په پوځ کې څه نه څه حامیان لري، ځکه جنرال عاصم منیر سره نیغ په نیغه ډغرې وهلو ته زړه ښه کوی .
پاکستان کې سیاسي بحران په داسې وخت کې ژور شو چې په اقتصادي توګه د ورشکست په غاړه ولاړ پاکستان سیاسي ثبات ته اړتیا لري، چې د بین المللي وجهي صندوق سره د مالي کومک قراردادونو لپاره حیاتي اهمیت لري.
بلوچستان او پښتونخوا کې نارامي
بلوچستان کې د بیلتون خوښو جګړه او ملي نهضت زور موندلی دی. په پښتونخوا کې ټي ټي پي د ایالت په جنوبي اضلاعو کې او د ډیورنډ کرښې سره نزدې سیمو کې هره ورځ په پوځ او پولیسو حملې او هدفی وژنې کوي.
په ۲۰۲۴ کال کې تر اوسه ۷۵۷ خلک وژل شوي چې اکثریت یې پښتونخو او بلوچستان پورې اړه لري.
اوس که د شهباز شریف مرکزي حکومت دغه بحران ته د پاۍ ټکې کیښودو کې بریالې نه شي، نو بیا دا امکان شته چې جنرالان د پوځي قانون یا مارشل لا په اعلانولو سره سیاسي قدرت نیغ په نیغه په لاس کې واخلي.
خو د دې لپاره د پوځ داخلي اتحاد، د اساسي قانون د ملغا کیدو د عواقبو سنجونه او د خارجي اقتصادي کومک تضمین به هم مهمې اړتیاوې وي.
بله نازکه خبره دا ده چې د سپتمبر د میاشتې په منځ کې د شانګهای همکارۍ د سازمان سرمشریزه په اسلام اباد کې کیدونکی ده.
که د هغه نه وړاندې جنرالان کوم غیر ایني ګام اوچت کړي، نو بیا به د نوموړي سازمان دغه غونډه پاکستان کې څنګه دایریږی چې دا خبره به د پاکستان لپاره خورا ډیر ناوړی عواقب ولري.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.