د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري په چین کې وویل، چې په افغانستان کې هیڅ کومه ترهګره ډله نه شته، چې ددې هېواد امنیت وګواښي.
دا په داسې حال کې ده، چې داعش ډلې تېره ورځ د دایکنډي - غور پر لویه لار ۱۴ هزاره ملکي وګړي په ډزو وژلي او ۶ نور یې ټپيان کړي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د وږي ۲۳مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وزارت لومړي مرستیال محمد نبي عمري د چین په لیان یون ګان ښار کې د نړۍوال عمومي امنیت په کنفرانس کې خبرې کړي دي.
د طالبانو یاد چارواکي ویلي، چې دا ډله په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د هر ډول احتمالي فعالیتونو او ګواښونو پروړاندې مبارزه کوي او د افغانستان له خاورې به د سیمې هېوادونو ته هیڅ کوم ګواښ پېښ نه شي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال همداراز ټینګار وکړ، چې دغه ډله د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او له دوی څخه هم غواړي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونکړي.
د یادولو ده، چې طالبانو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو شتون رد کړی او تبلیغات یې بللي.
په دې وروستیو کې د امریکا مرکزي قومندانۍ، سنتکام، پخواني قومندان ویلي و، چې د امریکا له وتلو وروسته داعش ډلې په افغانستان کې پرمختګ کړی دی.
دغه راز پاکستان هم په وار - وار په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان له حضور او د دې هېواد پروړاندې یې د بریدونو له ترسره کولو اندېښنه څرګنده کړې ده.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم ویلي، چې القاعدې ډلې د افغانستان په څو ولایتونو کې خپلې پوځي اډې جوړې کړي دي.
په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې د داعش، ټي ټي پي او القاعده حضور نه مني، د پنجشنبې په ورځ داعش ډلې په دایکنډي کې د ۱۴ هزاره ګانو د وژلو مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.