د بیان د ازادۍ کور: د رسنیو ملاتړي دې پر طالبانو فشار راوړي چې د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي

AP ۱۴۰۳ وږی ۲۳

د بیان د ازادۍ کور د رسنیو له ټولو نړۍوالو ملاتړو ادارو غواړي، چې پر طالبانو فشار راوړي، چې د بیان ازادۍ، د رسنیو ازادیو او اطلاعاتو ته د لاسي حق ته درناوی وکړي.

د بیان د ازادۍ کور د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان انټرنشنل پر نشراتو د طالبانو له خوا د پراخ پرازیت په خپرولو اندېښنه ښودلې او وایي، چې دا ډله د هرې ورځې په تېرېدو سره رسنۍ له نویو بندیزونو او سانسور سره مخ کوي.
د خبرپاڼې له مخې: «پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ د درېیو کلونو په تېرېدو سره د رسنیو فعالیتونه او د بیان ازادي د هرې ورځې په تېرېدو له جدي ګواښونو، سانسور، او فشارونو سره مخ شوي او وروستۍ بیلکه یې هم د افغانستان انټرنشنل پر نشرانو د پرازیت خپرول دي.»
د بیان د ازادۍ کور پر رسنیو هر ډول فشار د هېواد د نافذه قوانینو خلاف بولي او له طالبانو غواړي، چې د افغانستان پر رسنیو شته بندیزونه ژر تر ژره لرې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت په دې وروستیو ورځو کې د پراخ پرازیت په خپرولو سره هڅه کړې، چې د افغانستان انټرنشنل خپرونې ګډوډې کړي.
طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان انټرنشنل پر شبکې پراخ بندیزونه لګولي دي.
د افغانستان انټرنشنل مشرتابه د طالبانو دا هڅه د رسنیو د ازادۍ د نقضولو هڅه بللې او خپلو مخاطبینو ته یې نوې فریکونسي معرفي کړې ده.
شته شواهد ښيي، چې دا پرازیت له افغانستان دننه پر ۱۱۲۲۱ فریکونسي په عمودي ۲۷۵۰۰ خپرېږي.
د افغانستان انټرنشنل شبکې بیا د طالبانو له دغه خپور شوي پرازیت سره د مقابلې لپاره خپل نشرات په ۱۱۹۳۸ فریکونسي پیل کړی دی.

نور خبرونه

رادیو