د امریکا کانګرس غړي یو پلان وړاندې کړ چې په ویانا کې د طالبانو د مخالفانو غونډې ملاتړ کوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۲۲

د امریکا ولسي جرګې غړي ټیم برچیټ د چهارشنبې په ورځ د «ویانا له بهیر» د ملاتړ لپاره ولسي جرګې ته یو پلان وړاندې کړ چې په کې د مقاومت جبهه او د طالبانو نور مخالفان شامل دي.

دغه پلان پر امریکا او نورو هېوادونو غږ کوي چې د ویانا په غونډو کې برخه واخلي.

د مقاومت جبهې د مشر احمد مسعود په ګډون د طالبانو د مخالفانو یوې ډلې د اتریش په پلازمینه ویانا کې څو غونډې وکړې.

د غبرګولي په میاشت کې په خپله وروستۍ غونډه کې، د طالبانو ۷۰ تنو مخالفو څېرو د «سیاسي یووالي او د ازادو افغانانو ترمنځ د یوه روښانه او ګډ لیدلوري پر رامنځته کولو» خبرې وکړې.

ټیم برچیټ د ویانا بهیر د طالبانو ضد سیاسي ځواکونو لپاره د یوه ټول‌ګډونه چوکاټ په توګه بیان کړ.

د جرګې دغه غړي په یوه بیان کې ویلي، «دغه پلان طالبان د یوې ترهګرې ډلې په توګه غندي او پر امریکا غږ کوي چې په ویانا او نورو هېوادونو کې له دغه بهیر سره د یو ځای کېدو لپاره ګډون وکړي.»
له طالبانو سره پر اړېکو سربېره، د امریکا او اروپا استازو د مقاومت له جبهې او نورو طالب ضد ځواکونو سره خپل واټن خوندي ساتلی. خو په یوه نوي پرمختګ کې د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک کال پرون په واشنګټن کې د مقاومت د جبهې له استازو سره وکتل.

د ښاغلي برچیټ په پلان کې راغلي، چې د ویانا غونډه د دې وړتیا لري چې «د طالبانو پر وړاندې یوه متحده جبهه جوړه کړي او په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ټیکاو لپاره لاره هواره کړي.»
برچیټ له ولسي جرګې وغوښتل چې د ویانا د بهیر د ملاتړ لپاره دغه پلان د بهرنیو چارو وزارت او ملګرو ملتونو ته واستوي.

نور خبرونه

رادیو