اوچا: په افغانستان کې د ژمنیو مرستو لپاره له ۶۰۰مېلیون ډالرو زیاتو پیسو ته اړتیا لیدل کېږي

AP ۱۴۰۳ وږی ۲۲

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د چهارشنبې په ورځ ویلي، چې په افغانستان کې د ۳۰۰ اړمنو کلیوالو سیمو لپاره په راتلونکي ژمي کې ۶۰۳ مېلیون ډالرو بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

اوچا په اېکس پاڼه لیکلي، چې د دوی د ارزونو له مخې ۱۷۱ ولسوالۍ په لومړۍ درجه لومړیتوبونو کې راځي او ۲۲۷ نورې کلیوالې سیمې د دوی په منځني کچه لومړیتوب لري.
د دغه بنسټ په خبره، د لومړنیو اړتیاو لکه د خوراکي توکو د پوره کولو لپاره د ۲۰۲۵ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې ۱۰۴ مېلیون ډالرو ته اړتیا لري.
اوچا دا رنګه په ۲۰۲۴ کال په بودجه کې د افغانستان لپاره د ۲.۳مېلیارډ ډالرو د کموالي خبره کړې وه.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو اداره وايي، چې په افغانستان کې ۲۳ مېلیونه خلک بشري مرستو ته اړ دي او ۱۷ مېلیونه نور د دغه بنسټ په لومړیتوبونو کې راځي.
اوچا وايي، دغه بنسټ په روان زېږدیز کال کې له درې مېلیارډو ډېره مرسته غوښتې وه، چې له هغې ډلې یوازې ۲۵ سلنه یې تر لاسه کړې ده.
دغه سازمان په افغانستان کې د راروان ژمي لپاره سخته اندېښنه ښودلې او دا یې هم ویلي، چې خلکو ته کافي مرستې نه رسېږي.

نور خبرونه

رادیو