د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ مرستیال جي ډي ونس وايي، چې طالبانو ته د جوبایډن د ادارې لهخوا د مالي مرستو لېږل په بشپړ ډول «لېونتوب» دی.
نوموړي ټینګار وکړ، چې امریکا باید له طالبانو سره د مالي ملاتړ پر ځای د سرحدونو د ساتنې لپاره بودیجه ځانګړې کړي.
جي ډي ونس د یوې مرکې په ترڅ کې زیاته کړه، چې القاعده ډلې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په یوولسمه د طالبانو په ملاتړ په نیویارک کې په سوداګریزو برجونو برید وکړ.
د نوموړي په وینا، طالبان او القاعده ډله له یو بل سره په همکارۍ کار کوي او یوه تګلاره لري.
هغه وویل:« طالبانو ته د سلګونو مېلیون ډالرو لېږل په ځانګړې توګه تر هغه وروسته چې له امریکا څخه دوی ته ډېر پوځي تجهیزات هم پاتې دي په بشپړه توګه لېونتوب او غیر منطقي کار دی.»
د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکو د نوماند مرستیال له طالبانو سره د مالي مرستو پر ځای د امریکا د پولو د امنیت لپاره د زیاتې بودجې د ځانګړې کولو غوښتنه وکړه.
نوموړي د هغو افغان، ایراني او نورو کډوالو په اړه چې په ناقانونه توګه امریکا ته راغلي او په پوځ کې د شاملېدو وړ دي، اندېښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو عاملین هم امریکا ته ورغلي و او د دې هېواد د هوایي ځواکونو په ښوونځيو کې یې زدهکړې کړې وې.
ښاغلي ونس وویل:« ولې حکومت مجبوره نه کړو، چې د ناقانونه کډوالو د راتګ مخه ونیسي. ولې یو حکومت باید د ترهګرو د ملاتړ لپاره سلګونه مېلیون ډالره لګښت وکړي او وروسته بیا زموږ سوېلي پولو ته یې راتګ اسانه کړي، دا په بشپړه توګه لېونتوب دی.»
امریکا د اسلامي جمهوري نظام د شل کلنې واکمنۍ پر مهال د افغان حکومت تر ټولو ستر مالي او سیاسي ملاتړی و.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د امریکا مالي مرستې همداراز افغانستان ته رسېږي.
د راپورونو له مخې، امریکا هره اونۍ افغانستان ته شاوخوا ۸۰ مېلیونه ډالر لېږي.
امریکا وايي، چې دا پیسې افغانستان ته د بشري مرستو په موخه استوي؛ خو منتقدین بیا وايي چې دا پیسې طالبانو ته ورکول کېږي.