د طالبانو تر واک لاندې د کابل ښاروالۍ اعلان وکړ، چې د کابل بېلابېلې سیمې یې له لاس پلورونکو او کراچیو پاکې کړې دي.
په کابل کې د طالبانو د ښاروالۍ له خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې، دې ادارې د ۲۶۲۶ اصنافو فعالیتونه د "سرغړونو" له امله په موقتي توګه ځنډولي دي.
د یادې ادارې مسوولانو د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۲مه) د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د خپلو فعالیتونو یو کلن راپور خپور کړ.
د طالبانو د حکومت د رسنیو مرکز د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې دې ډلې په کابل کې بېلابېل اصناف په سرغړونو تورن کړي او فعالیتونه یې ځنډولي دي.
په راپور کې زیاته شوې ده، چې له جواز پرته یو زرو ۵۷ اصناف هم پېژندل شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې د کابل ښاروالۍ د هوا د فلټرونو د نه شتون له امله د ۶۲۵ لوړپوړیزه ودانیو د بندولو خبر هم ورکړ.
د دغې ادارې د شمېرو پربنسټ، طالبانو په تېر یوه کال کې کابل ته د ۸۲۵ لوړ پوړیزه ودانیو او استوګنې کورونو د فاضله اوبو جریان بند کړی دی.
د طالبانو ښاروالۍ زیاتوي، چې په دې یوه کال کې یې ۲۰۵ زره او ۵۷۷ کیلو ګرامه تاریخ تېر خوراکي او بې کیفیته مینځونکي توکي راټول کړي دي
د یادې ادارې مسوولان په تېر یوه کال کې ودانیو ته د ۲۴۸ جوازونو او ۲۲ نقشو ورکړه او د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې د ۳۰۹۵ ودانیو له سرغړونو مخنیوی د یادې ډلې د کابل ښاروالۍ له عمده لاسته راوړنو بولي.
دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي، چې په وروستیو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خلکو د دغې ادارې پر کړنو نیوکه کړې ده.
دوی وایي، چې د طالبانو ښاروالۍ په بېلابېلو پلمو له خلکو پیسې اخلي.