د فراه ګمرک کمېشنکارانو د طالبانو له ناسم چلند او سیسټمي ستونزو له امله اعتصاب کړی

AP ۱۴۰۳ وږی ۲۱

د فراه ګمرک څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې له تېرو دوو ورځو څخه کمېشنکارانو د طالب مسوولينو د ناسم چلند او سیسټمي ستونزو له کبله کاري اعتصاب کړی.

اعتصاب کوونکي وايي، د ګمرک مرستیال قومي او ژبني مسايلو ته لمن وهي او کارونه په قصدي ډول ځنډوي.

له فراه ګمرک څخه يو شمېر کاري اعتصاب کوونکو د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې د ګمرک مرستیال له کمېشنکارانو سره ناسم چلند کوي او د کار پر مهال بېلابېلي ستونزې ورته جوړوي.

د دوی په خبره، چې د ګمرک مرستیال ژبني، قومي او مذهبي مسايلو ته لمن وهي.

اعتصاب کوونکي وایي، چې طالب مسوولینو د فراه ګمرکي سیسټم په ورځ کې دوه ساعته فعاله وي او د سوداګريزو موټرونو د کارونو ځنډ سوداګر له زياتو ستونزو او زيانونو سره مخ کړي دي.

اعتصاب کوونکي زياتوي، چې د ګمرک مسوولين د جر ايستلو لګښت له یو زر افغانيو څخه ۳ زرو ته پورته کړی.

دغه کمېشنکار اعتصاب کوونکي وايي، چې د فراه د ګمرک کارکوونکي د سوداګريزو موټرو د موادو تشريح په قصدي ډول په ورځو - ورځو ځنډوي او د موټرو په موادو کې د جر ايستلو پر مهال بې غوري هم د دوی سوداګرۍ ته زيان اړولی.

اعتصاب کوونکي د طالب مسوولينو څخه د ستونزو د حل غوښتنه کوي.

په دې اړه افغانستان انټرنښنل ـ پښتو هڅه وکړه، چې د فراه په ګمرک کې د طالب مسولينو او د طالبانو د والي نظر هم واخلی؛ خو هغوی ځواب نه وایه.

له دې وړاندې یو شمېر سوداګرو د ننګرهار ګمرک له طالب مسوولینو څخه ورته شکایت کړی و او زیاته کړې یې وه، چې طالبان یې چارې په ځنډ تر سره کوي.

نور خبرونه

رادیو