طالبانو تېره ورځ ویلي و، چې د ټاپي پروژې په پرانیستغونډه کې به د ترکمنستان ځیني جګپوړي چارواکي هم ګدون وکړي او له همدې امله یې نن د هرات ولایت ټولې ادارې او ښوونځي رخصت کړي دي.
خو طالبانو نه دي ویلي، چې د ترکمنستان لهخوا به په کومه کچه چارواکي دغې غونډه کې برخه اخلي؛ خو تر دې وړاندې ترکمنستان ویلي و، چې دوی د ټاپي پروژې د ګازو د نل لیکې چارې د افغانستان تر پولې بشپړې کړې دي.
د ټاپي پروژې د پلي کېدو هوکړه په ۲۰۱۰ کال کې شوې وه.
په ۲۰۱۰ یا ۱۳۹۴ لمریز کال کې د تېر جمهوري حکومت پر مهال د ترکمنستان په پلازمېنه عشقاباد کې د افغانستان د هغه مهال د ولسمشر اشرف غني په ګډون د ترکمنستان، پاکستان او هند د ولسمشرانو او لومړیو وزیرانو له لوري په ګډه پرانیستل شوه.
خو د دغې پروژې چارې د ناامنۍ او په ۱۴۰۰ کال کې د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته په ټپه ودرېدې.
دغه نل لیکه ۱۸۰۰ کیلومټره اوږدوالی لري او په جوړېدو سره به یې ترکمنستان ونډهوالو هېوادونو ته په کلني ډول ۳۳ میلیارد متر مکعب طبیعي ګاز صادر کړي.