په زابل کې د طالبانو ازبک امنیه قوماندان له خپلې دندې استعفا کړې ده

AP ۱۴۰۳ وږی ۲۱

په زابل کې د طالبانو امنیه قوماندان صلاح الدین ایوبي افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې له خپلې دندې یې استعفا کړې ده.

ښاغلی ایوبي د افغانستان په شمال کې د طالبانو یو ازبک قوماندان و، چې د ولسمشرۍ ماڼۍ په نیولو کې یې لاس درلود.

نوموړی تر دې مخکې هم د طالبانو له کړنو څخه د ناخوښۍ له امله له دې ډلې جلا شوی و.

صلاح الدین ایوبي وروسته له هغه چې پخواني افغان ولسمشر کابل پرېښود، د طالبانو یو له خورا ځواکمنو قوماندانانو څخه و، چې ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوت.

ښاغلي ایوبي په خپل استعفا لیک کې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلې، لیکلي چې د شخصي او کورنیو دلایلو له مخې یې له دندې استعفا کړې ده.

هغه د طالبانو مشر ته لیکلي: «په کور کې د سرپرست د نشتوالي او د پلار د مړینې په شمول د کورني ژوند د ستونزو او ځانګړو شرایطو له امله ما پرېکړه وکړه، چې د افغانستان د اسلامي امارت له دندې څخه استعفا وکړم.»

وروسته له هغه چې طالبان په ۱۴۰۰ کال کې واک ته ورسېدل، نوموړی په پکتیا کې د ۲۰۳ منصوري لېوا د درستیزوال په توګه وټاکل شو.

طالبانو بیا دغه ازبک قوماندان له خپلې دندې کړ.

ښاغلی ایوبي وروسته د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال وټاکل شو. طالبانو هم په ۱۴۰۱ کال کې صلاح الدین ایوبي د زابل ولایت د امنیه قوماندان په توګه وټاکه. صلاح الدین ایوبي له دې مخکې له طالبانو جلا شو او له کابل څخه خپل پلرني ټاټوبي فاریاب ته ستون شو.

هغه وویل، چې شاوخوا ۳۰ زره ازبک جنګیالي د طالبانو په لیکو کې جنګېدلي دي.

نور خبرونه

رادیو