په ایډیاله زندان کې د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان خبریالانو ته ویلي، چې سر له نن څخه یې د پاکستان اسټبلیشمینټ "پوځ" سره د خبرو دروازې بندې کړې دي.
نوموړي د شپږو ګوندونو مشرانو ته د مذاکراتو اجازه ورکړې وه؛ خو مذاکراتو نتیجه نه ده ورکړې.
د عمران خان په خبره، چې د پاکستان اسټبلیشمنیټ نه غواړي مذاکرات وشي او یا هم کومه محسوسه نتیجه په لاس راشي.
هغه زیاته کړې، چې د پاکستان د شپږو ګوندونو مشرانو ته یې اجازه ورکړې وه، چې له پوځ سره مذاکرات وکړي؛ خو کومه نتیجه یې نه ده تر لاسه کړې.
نوموړي زیاته کړې ده، چې که حکومت د سپټمبر په ۲۱مه نېټه په لاهور کې د لویې جلسې اجازه ورکړي او که نه خو ګوند به یې دغه جلسه کوي.
وروسته له هغې چې په پاکستان کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان حکومت چپه شو، د نوموړي به ګډون د هغه د ګوند ګڼ مشران زنداني شول.
په وروستیو کې د پاکستان د ملي دفاع وزیر خواجه اصف ویلي وو، چې عمران خان باید پوځي محاکمه شي؛ ځکه د نوموړي د ګوند پلویانو پر پوځي مرکز برید کړی و.
پر عمران خان لسګونه قضیې ثبت شوي چې په ګڼو کې یې بری تر لاسه کړی؛ خو هغه څو میاشتې وړاندې د پاکستان له اسټبلیشمنیټ سره د مذاکراتو لپاره یو شمېر سیاسي څېرو او شپږو ګوندونو ته د خبرو اجازه ورکړه، چې لا یې هم نتیجه نه ده معلومه.