له خوست څخه سيمه ييزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې نن له غرمې وروسته ددې ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ یو ځل بیا نښتې پيل شوې دي.
د دې جګړو له کبله د ځاځي میدان ولسوالۍ ډېر شمېر اوسېدونکو خپلې مېنې پرېښي دي.
دغه نښتې له تېرو پنځو ورځو راهیسې په وقفه یي ډول د دواړو لوريو ترمنځ روانې ددي.
له خوست څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل، چې دغه نښتې نن شاوخوا يوه بجه د یاد ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ پر ډېورنډ کرښه شوې دي.
سرچينې همداراز زیاتوي، دغه نښتې تر هغه وروسته پیل شوې چې افغان طالبانو په خپله خاوره کې تاسيسات جوړول، چې پاکستاني سرحدي ځواکونو پرې برید وکړ.
د سرچینې د معلوماتو له مخي، جګړه په وقفه یي ډول روانې دي او دواړه لوري له سپکو او درنو وسلو څخه کار اخلي.
سرچينه وايي، چې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ خو لا يې کره شمېره روښانه نه ده.
د پښتونخوا غاړې کورمه کې هم سرچینو پر ډیورنډ کرښه نښته تاييدوي او وايي، چې دواړې غاړې درنې وسلې کاروي.
د کورمې سرچينه وايي، چې په سيمه کې د پاکستان هوايي ځواک هم شته او پرله پسې په سيمه کې الوتني کوي.
له خوست څخه سرچينو ويلي، چې له تېرو څو ورځو جګړو له امله ځایي خلکو خپل کورونه پرېښي او په یو بد وضعیت کې له سيمې وتلي دي.
هېڅ يوه لوري د جګړې او تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.
تر دې وړاندې افغانستان انټرنشنل پښتو ته ځینو حکومتي سرچینو ويلي و، چې له پاکستاني ځواکونو سره د تېرو ورځو په نښتو کې اته طالبان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د خوست له لوري د طالبانو په توغول شوي هاوان مرمۍ د یوه پاکستاني افسر په ګډون پنځه کسان هغه مهال ټپیان شول، چې په کورمه ایجنسۍ کې په یوه امنیتي پوسته ولګېده.
خو پاکستاني پوځ په دې اړه څه نه دي ويلي.
د پاکستان رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله بیا افغان طالبان تورن کړي، چې «په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو ملاتړ کوي او په څرګنده د پېژندل شویو نړۍوالو پولو څخه سرغړونه کوي.»
خو طالبان او د افغانستان تېرو حکومتونو د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډیورنډ فرضي کرښه بیا هېڅکله د یوې منل شوې پولې په توګه نه ده منلې.