د حال وش په نوم د بشري حقونو سازمان وايي، په ایران کې یو افغان په دار شوی

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۹

د حال وش د بشري حقونو سازمان د دوشنبې په ورځ ویلي، چې د زاهدان په مرکزي زندان کې د یوه افغان زنداني په ګډون شپږ بندیان په دار شوي.

د دغه سازمان په وینا د نورمحمد نوري په نوم يو افغان بندي د نشه‌يي توکو دقاچاق په تور اعدام شوى.

د حال وش د بشري حقونو سازمان د دوشنبې په ورځ د (وږي ۱۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د درېیو اعدام شویو کسانو هویت چې نومونه یې سعید حسنز، فرزاد سانچولي او یو کس چې کورنی نوم یې « رویدیني» په ډاګه شوی او دوه نور لا تر اوسه پورې څرګند نه دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، یاد کسان د اعدام حکم له عملي کولو دوه ورځې مخکې جلا جلا خونو ته لیږدل شوي او د دوشنبې په ورځ یې د کورنیو غړو مخامخ ورسره لیدلي.

دغه سازمان دا هم ویلي چې په دار ځړول شویو کسانو کې یو افغان و چې په ۱۳۹۹ کال کې نیول شوی و.

دغه تورن افغان د نیمروز ولایت اوسیدونکی او د دوو اولادونو پلار و.

ټول په دار شوي کسان د نشه‌يي توکو په تور زنداني شوي او وروسته په دار شول.

ایران تر اوسه پورې د دغو کسانو د اعدام په اړه څه نه دي ویلي.

د دغو اعدام شویو کسانو د تورونو د ارزولو او وکیل ته د لاسرسي په اړه په اړه جزیات نه دي خپاره شوي.

تر دې مخکې ایراني چارواکو ویلي وو، چې شاوخوا شپږ زره افغانان په بېلابېلو تورونو د ایران په زندانونو کې بندیان دي.

نور خبرونه

رادیو