د ایران د پارلمان غړی وايي، طالبان د سېلاب راغلې اوبه په حقابه راشمېري

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۹

د ایران د پارلمان یو غړی وايي، طالبانو تر اوسه پورې ایران ته د هلمند سیند د اوبو حق نه دی ورکړی.

د زاهدان د استازي فداحسین مالکي په وینا، هغه اوبه چې ایران ته د حقابې په نوم ورکړل شوې، د سېلاب اوبه دي.

هغه د یکشنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو له نوي وزیر عباس عراقچي څخه وغوښتل چې یو ځل بیا د هلمند سیند د حقابې موضوع وڅاري.

مالکي ایسنا خبری اژانس ته وویل: «د ایران او سیستان و بلوچستان ولایت ته د هلمند د اوبو د حق ورکولو په هکله د طالبانو ادعاوې حقیقت نه لری. ځکه په اصل کې په دې برخه کې کوم ګام نه دی اخیستل شوی.»

هغه، چې په کابل کې د ایران پخوانی سفیر و، وړاندې وايي: «طالبانو موږ ته سېلاب په حقابه راشمېرلی، خو دا اوبه سېلاب و، نه حقابه. دا موضوع ان هغو کسانو هم نه ده منلې چې د طالبانو له دریځونو یې دفاع کوله.»

د ایران پارلمان د ملی امنیت او بهرنی سیاست د کمیسیون دغه غړي څرګنده کړه: «د ایران بهرنیو چارو پخوانی وزیر امیر عبداللهیان هم اعتراف کړی و چې ایران ته ننوتونکي اوبه د اوبو حق نه دی او سیلاب دی. دا خبره د هغه وخت وزیر هم منلې وه.»

خو د هغه په ​​وينا، له دې سره سره ځينو ادعا وکړه، چې دا اوبه د حقابې دي، نو له همدې امله موږ اوس هم له ستونزو او سيمه کې د اوبو له سخت کموالي سره مخ ده.

تر دې مخکې د طالبانو د اوبو او برېښنا وزیر ویلي وو چې دوی د ایران د حقابې یوه لویه برخه ورکړې ده.

ایراني چارواکو تل د هېواد په ختیځ کې د اوبو د کموالي په اړه اندېښنه ښودلې او د افغانستان پر واکمنو چارواکو یې تور لګولی چې د ایران د اوبو حق ته درناوی نه کوي.

نور خبرونه

رادیو