بنګلدېش نن د کرېکټ په دویمه ټېسټ لوبه کې کوربه پاکستان ته په ماتې ورکولو سره اول ځل له دغه هېواد د دې د دې سياليو لړۍ وګټله.
د بنګلدېش کرېکټ ملي لوبډلې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې هم پاکستان ته د ۱۰ وېکټو په توپیر ماتې ورکړې وه.
د بنګلدېش کرېکټ لوبډلې پاکستان ته په دويمه ټېسټ لوبه کې د ۶ ويکټو په توپير ماتې ورکړه.
د پاکستان کرېکټ لوبډلې په دوهمه ټېسټ لوبه کې په لومړۍ پاڼې کې ۲۷۴ منډې جوړې کړي، چې بنګلدېش يې په وړاندي ۲۶۲ منډې وکړې.
د پاکستان کرېکټ لوبډلې په دويمه پاڼې کې ۱۷۲ منډې جوړي کړي؛ خو د بنګلدېش لوبډلې بيا ورپسې ۱۸۵ منډې جوړې کړې او په دې سيالیو کې يې د ۶ ويکټو په توپير پاکستان مات کړ.
دغه سيالۍ د پاکستان په کوربتوب په راولپنډۍ کې تر سره شوې.
دواړو هېوادونو له دې مخکې ۱۳ ټېسټ لوبې سره کړې وې چې ۱۲ پاکستان ګټلې وې او یوازې یوه لوبه مساوي پای ته رسېدلې وه.