سعودي عربستان یو افغان په دار وځړاوه

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۲

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د عبدالقیوم شینواري په نامه یو افغان وګړی په مکه کې د «هیرویینو» د قاچاقو په تور اعدام شوی دی.

د دغه وزارت په وینا، د دغه کس د اعدام حکم د شنبې په ورځ (د وږي په ۱۰مه نېټه) پلی شو.
په دغې خبرپاڼه کې راغلي:« افغان وګړی عبدالقیوم شینواری په لوړه کچه د هیرویینو په قاچاقو کې ښکېل و.»
دغه وزارت زیاته کړې، امنیتي ځواکونه د دغه کس په نیولو بریالي شوي او له څېړنو وروسته دا څرګنده شوه چې هغه دغه جرم کړی و.
په دغې خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې تورن کس په یوې ځانګړې محکمه کې دغه تورونه منلي او پاچا هم د حکم د اجرا کېدو امر وکړ.
دغه هېواد د ۱۴۰۲کال په کب میاشت کې د «ترهګریزو جرمونو» په تور اووه کسه اعدام کړي وو.
د بښنې نړۍوال سازمان په نړۍ کې د اعدامونو په تړاو د خپلې کلنۍ څېړنې پر بنسټ ویلي و، چې عربستان په ۲۰۲۲کال کې ۱۹۶ کسان اعدام کړي دي.
دا په دغه هېواد کې په وروستیو ۳۰کلونو کې د اعدامونو تر ټولو لوړه شمېره وه.

نور خبرونه

رادیو