د طالبانو یو پلاوی په درې اړخیز کرنیز کنفرانس کې د ګډون لپاره چین ته رسېدلی

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۱

د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ په درې اړخیز کرنیز کنفرانس کې د ګډون لپاره د دغه وزارت د یوه پلاوي د سفر خبر ورکړی.

دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه غونډه به لس ورځې دوام وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه غونډه چې د چين په شي ښار کې ترسره کېږي د هغه هېواد د ټولو کرنيزو پروګرامونو، د چين د لس کلن کرنيز پلان او د دغه هېواد د کرنې د بدلون او پرمختګ د لاملونو په اړه به په کې خبرې اترې وشي.
ویل کېږي، چې په دغه پروګرام کې به د کرنې برخې د کارګرانو او بزګرانو د ظرفیت لوړولو په اړه هم خبرې وشي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې په یاده غونډه کې به د پنبې، جوارو، د اوبو لګولو د سیستمونو، د اوبو لګولو د ټکنالوژۍ او د کرنې په پراختیا کې د هغو د کارولو په اړه هم خبرې وشي او دغه پلاوی به په چین کې له کرنیزو تاسیساتو، وسایلو او ماشینونو څخه هم لیدنه وکړي.
چین په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له دغه هېواد سره نږدې راشه درشه لري؛ خو د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر یې لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

نور خبرونه

رادیو