طالبان وايي، چې د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال بخت الرحمان شرافت د ترکمنستان د اوسپې پټلۍ ادارې سره د ريلي سکټور د پراختيا په موخه دوه اړخيزه تړونونه لاسلیک کړه.
په دې تړونونو کې د تور غنډۍ بندر د پراختیا او له تور غونډۍ څخه تر صنوبر پوري ۲۲ کيلومتره کرښې جوړولو شامل دي.
د طالبانو د ټولګټو وزارت د یکشنبې په ورځ (د وږي ۱۱ مه) په يوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ډېر ژر به د دواړو پروژو عملي چاري د ترکمنستان له خوا پيل شي.
طالبان د تورغونډۍ بندر د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا د وصل نقطه بللې او هيله یې ښودلې، چې په رغولو سره به یې سوداګرو ته لازیاتي اسانتیاوي رامنځ ته او د سوداګريزو توکو د لېږد را لېږد پروسه به ګړندۍ شي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۷مه) د یوه پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته په سفر تللی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د خبر له مخې؛ په دې سفر کې د طالبانو د بهرنیو چارو، ماليې، او ټولګټو وزارتونو او د برېښنا شرکت یو پلاوی ښاغلي هدایت الله بدري سره په دې سفر کې مل دي.