په پروان کې ځايي طالب چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یې شاوخوا زر امنیتي کمرې لګولې دي.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو د شنبې په ورځ په پروان کې د طالب چارواکو په حواله خبر ورکړ چې دغه کمرې یې په مهمو او له ګڼې ګوڼې ډکو سیمو کې لګولې دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مخکې ویلي وو چې امنیتي کمرې به په پروان کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ له واکخونې سره ونښلول شي.
طالبان په پروان کې دغه ګام په داسې حال کې اخلي چې وخت نا وخت په دغه ولایت کې پر طالبانو بریدونه کیږي او مرګ ژوله ور اوړي.
د افغانستان د مقاومت او ازادۍ جبهې په نومونو خوځښتونه د داسې بریدونو مسوولیت په غاړه اخلي.
طالبانو تر دې مخکې په کابل کې هم د زرګونو امنیتي پټو کمرو د لګولو خبر ورکړی وو، چې بیا د کابل ځینې ښاریانو نیوکې کړې وې چې له دغو کمرو د دوی د کورونو دننه ځایونه ښکاري او دا یې په خپل شخصي حریم تیری بللی و.