جرمني افغانستان ته د «مجرمو» افغانانو د ستنولو لړۍ پیل کړه

AP ۱۴۰۳ وږی ۹

د شپېګل په نوم جرمن رسنیۍ وايي، دغه هېواد نن د ۲۸ «مجرمو» افغانانو اېستلو سره د هغو افغانانو د اېستلو لړۍ پیل کړه چې په دغه هېواد کې «جرمي سابقه» لري.

دغه ورځپاڼه زیاتوي، دغه افغانان د جرمني‌له بېلابېلو ایالتونو په یوه پرواز کې له لایپزیګ هوايي ډکر کابل ته ستانه کړل شول.

شپیګل لیکلي، چې د جرمني حکومت د هر یوه «مجرم» کډوال ته ۱۰۰۰ یورو هم ورکړې دي.

دې ورځپاڼې لیکلي، چې د جرمني حکومت د قطر په منځګړیتوب له طالبانو سره په غیر مستقیم ډول د «مجرمو» افغان کډوالو پر اخراج خبرې کړې دي.

په دغه راپور کې راغلي، د جرمن حکومت له لېوالتیا سره د انالنا بربوک په مشرۍ د بهرنیو چارو وزارت د مجرمو افغانانو د اېستلو لپاره له طالبانو سره د هر ډول مخامخ خبرو مخالف و.

د دې راپور له مخې جرمني د مجرمو افغانانو د اېستلو لپاره د افغانستان د کاونډیو هېوادونو په ځانکړي ډول له ازبکستان سره په خبرو بوخت دی.

په جرمني کې د افغان او سوريايي کډوالو د اخراج په اړه بحث په دغه هېواد کې د افغان کډوالو له خوا تاوتریخوالي له څو پېښو وروسته زیات شوی دی.

د روان کال په غبرګولي میاشت کې په جرمني کې د یو افغان لخوا پر یوې غونډې برید وروسته په دغه هېواد کې د هغو افغانانو د اېستلو په اړه فشارونه زیات شول، چې په بېلابېلو جرمنو کې لاس لري.

سلیمان عطايي چې د افغانستان اوسېدونکی دی، د غبرګولي میاشتې په ۱۱مه نېټه د اسلام ضد یوې ښي اړخې ډلې پر یوه غونډه برید وکړ، چې یو پولیس افسر یې لومړی ټپي او بیا یې په روغتون کې ساه ورکړه.

تر دې مخکې د جرمني لومړي وزیر ویلي وو، چې د «مجرمو» افغانانو او سوريايي کډوال د اخراج لړۍ به ډير ژر پيل شي.

نور خبرونه

رادیو