حامد کرزی د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په لومړي ځل په کابل کې د ترکیې سفارت ته تللی

AP ۱۴۰۳ وږی ۷

په کابل کې د ترکیې سفارت ویلي، چې د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي کوربه و.

هغه تصویرونه چې یاد سفارت خپاره کړي، پکې ښکاري چې ښاغلی کرزی په کابل کې د ترکیې له سفیر جنګ اونل سره لیدنه کړې.

یاد سفارت د دغې لیدنې نور جزییات نه دي خپاره کړي او ښاغلي کرزي هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ترکیې سفارت حامد کرزی یو "ارزښتناک ملګری" بللی او لیکلي یې دي، چې ښاغلي کرزي د تل په څېر خپل ارزښتناک نظرونه په هر اړخیز او "منطقي" ډول شریک کړل.

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د افغانستان واک تر لاسه کړ، ښاغلي کرزي ته له یوه کال څخه د زیات وخت لپاره د سفر اجازه ور نه کړل شوه.

حامد کرزي په وار - وار له بهرنیو چارواکو سره په کتنو کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د ژر تر ژره پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو