د طالبانو د کورنیو چارو وزارت چارواکو نن سه شنبې (د وږي ۶مه) د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې وویل، چې اوسمهال د دغه وزارت ټول فعالیتونه د ستراتېژیک پلان له مخې تنظیمېږي.
دغه وزارت له یوې خوا ادعا کوي، چې د هېواد په کچه په جرمونو کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی؛ خو له بل پلوه بیا وایي، چې په تېر یوه کال کې د اختطاف پر وړاندې ۲۵۰ عملیاتونه شوي، چې په پایله کې یې ۷۶ انسان تښتوونکي نیول شوي او ۳۴ نور یې په نښتو کې وژل شوي دي؛ خو په تېر یوه کال کې یې د ترسره شویو چاودنو په اړه بیا څه نه دي ویلي.
دوی وویل، چې تېر کال د نارینهو په ګډون ۳۲۵ ښځو هم د ظرفیت لوړونې په پروګرامونو کې برخه اخیستې وه.
د کورنیو چارو وزارت چارواکو څرګنده کړه، چې په وروستي یوه کال کې یې د نشهیي توکو په تړاو ۱۰۵۶۴ مشکوک کسان نیولي او ۱۷۶۵۱ هکټاره ځمکه یې هم د کوکنار له کښته پاکه کړې ده.
د دغه چارواکو په خبره، تېر کال کې ۲۰۵۱۵ تنه د افسرۍ او ۱۵ زره او ۶۰ تنه د ساتنمنۍ په بستونو کې ګومارل شوي او ۳۵۵۸۴ سرتېري هم د امنیتي ځواکونو په لیکو کې جذب شوي دي.
دغه چارواکو وړاندې وویل، چې د نشهیي توکو د قاچاقو په برخه کې یې په هوایي ډګرونو کې ۵۹۱ کسان نیولي دي.
د مسوولینو په وینا، تېر یوه کال کې یې په ټولیز ډول یو مېلیون او ۷۴۵ زره پاسپورټونه هم وېشلې دي.
له څه مودې راهیسې د طالبانو تر واک لاندې بېلابېل وزارتونه د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو په مرکز کې د حساب ورکولو په پروګرام کې د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو په اړه خبرې کوي؛ خو تر اوسه هیڅ یوې خپلواکې ادارې د دغې ډلې د لاس ته راوړنو تایید نه دی کړی او نه هم په افغانستان کې سیمهییزې رسنۍ کولای شي، چې په دې تړاو په خلاص مټ راپورونه چمتو او خپاره کړي.