د طالبانو امربالمعروف وزیر ویلي، د «امربالمعروف او نهي عنالمنکر» قانون پلي کول د افغانانو غوښتنه ده او نړۍوال دې له بې ځايه نیوکو څخه ډډه وکړي.
خالد حنفي دغه خبرې په سرپل کې د دغه ولایت له طالب چارواکو، دیني عالمانو او قومي مخورو سره په غونډه کې وکړې.
د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون نن دوشنبه د (وږي پنځمه) په ایکس پاڼه د خالد حنفي له قوله لیکلي چې د «امربالمعروف او نهي عن المنکر» قانون یې د «اسلامي شریعت» د بشپړ پلي کولو په موخه د طالبانو مشر ملا هبتالله توشیح کړی.
نوموړي زیاته کړې: «امربالمعروف او نهي عنالمنکر الهي حکم دی او ټول یې په ترسره کولو مکلف یو.»
د طالبانو د «امربالمعروف او نهي عن المنکر» وزیر محمد خالد حنفي تېره ورځ فاریاب کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ويلي، «هیڅوک حق نه لري چې د ناوړه دودونو له مخې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي.»
طالبانو په دې وروستیو کې پر ښځو نور بندیزونه هم ولګول.
خالد حنفي دا خبرې داسې مهال کوي چې د دغې ډلې مشر ملا هبتالله د «امربالمعروف او نهي عن المنکر» د قانون په توشیح کولو سره پر افغانو ښځو بې شمېره نوي بندیزونه لګولي چې له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوي.
طالبانو د چهارشنبې په ورځ د زمري په ۳۱مه وویل، چې د دغې ډلې مشر «د امربالمعروف او نهې منکر» قانون توشیح کړی دی.
طالبانو په دغه قانون کې د ښځو په وړاندې ډیر سخت بندیزونه لګولي چې د ښځو بشپړ بدن پټول په کې جبري ښودل شوي او دا یې هم په کې ویلي، چې «د ښځې غږ عورت دی.»