طالبان: له خوست نړیوال هوايي ډګر د سعودي ریاض او جدې او د اماراتو ابوظبۍ ته الوتنې پیلیږي

AP ۱۴۰۳ وږی ۳

د خوست نړیوال هوايي ډګر لپاره طالب مسوولانو وايي، په نږدې ورځو کې به له دغه هوايي ډګر نه د سعودي عربستان پلازمېنې ریاض او د دغه هېواد بل ښار جدې ته الوتنې پیل شي.

دوی وايي، په ورته وخت به له دغه هوايي ډګر د متحده عربي اماراتو له دوبۍ وروسته ابوظبۍ ته هم الوتنې پیل شي.

باختر اژانس د طالبانو له قوله وايي، کام اير هوايي شرکت اوسمهال د خوست له نړیوال هوايي ډګر په اوونۍ کې دوه ځلې د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته الوتنې کوي‌.

دغه هوايي شرکت د تېر جون په دویمه له خوست دوبۍ ته الوتنې پیل کړې.

طالبان وايی، د سعودي ریاض او جدې او همدارنګه ابوظبۍ ته راتلونکې الوتنې به د کام ایر خصوصي هوايي شرکت لخوا پیل شي.

تر اوسه کام ایر هوايي شرکت په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د طالبانو واکمنېدو سره تر نږدې دوو کلونو پورې ډېری بهرنیو شرکتونو افغانستان ته الوتنې نه کولې.

خو د متحده عربي اماراتو هوايي شرکت تېر کال افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې وې.

د تېر میلادي کال وروستیو کې فلای دوبۍ او بیا د روان میلادي کال د جنورۍ لومړیو کې ایر عربیه هم افغانستان ته الوتنې پیل کړې.

د دوبۍ اړوند اتحاد هوايي شرکت هم د روان کال په اپریل میاشت کې د افغانستان له کام ایر شرکت سره د همکارۍ اعلان وکړ.

د اتحاد هوايي شرکت د اعلان له مخې؛ د دې شرکت پېرودونکي کولای شي له ټولې نړۍ څخه کابل او له هغه ځایه د ابوظبۍ په هوايي ډګر کې له کام ایر سره د افغانستان نورو ښارونو ته الوتنه وکړي.

نور خبرونه

رادیو