ټرمپ: د ټاکنو له ګټلو وروسته به هغه چارواکي لرې کړم، چې له افغانستانه په وتلو کې پړه وو

AP ۱۴۰۳ وږی ۱

د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ وايي، که یې ټاکنې وګټلې له هغو پوځي چارواکو به د استعفا غوښتنه وکړي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو مسوولیت یې پر غاړه وو.

ټرمپ وویل:« زه د دوی سمدستي استعفا غواړم.»

ډونالډ ټرمپ د شمالي کارولینا په یوې ټاکنیزې غونډه کې د هغه د ناکامې وژنې له هڅې وروسته د لومړي ځل لپاره د چهار شنبې په ورځ د (زمري ۳۱مه) په ازاده فضا کې د خلکو په منځ کې راڅرګند شو او د مرمۍ ضد ښيښو شاته یې وینا کوله.
د نیویارک پوسټ د راپور له مخې، ښاغلي ټرمپ په خپله وینا کې د افغانستان، اوکراین، ایران، د امریکا د پوځ او وسله‌والو ځواکونو په اړه خبرې وکړې او پر خپلې سیالې کمالا هرېس یې سختې نیوکې وکړې.\
د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو نوماند له افغانستانه د امریکا د ناکامه وتلو پړه پر جوبایډن او کاملا هرېس واچوله.
ټرمپ له افغانستانه د امریکا وتل یو «ویجاړوونکی شاتګ» بللی او ویلي یې دي، چې «دا زموږ د هېواد په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې پېښه وه.»
ښاغلي ټرمپ پر جوبایډن نیوکه وکړه، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له ګډوډ وتلو وروسته یې څوک نه دي ګوښه کړي.
نوموړي ژمنه وکړه، چې که ټاکنې وګټي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو له ټولو مسوولو چارواکو څخه به د استعفا غوښتنه وکړي.
ټرمپ وویل، تمه لري چې د دغو چارواکو استعفا لیکونه به د لوړې په ورځ د نوموړي پر میز پراته وي.
د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته دغه نوماند د بایډن او کاملا هرېس د حکومت پر هغه پرېکړو هم نیوکه کړې، چې له مخې یې په افغانستان کې پوځي تجهیزات پرېښې دي.
د ټرمپ په وینا، «افغانستان اوس په نړۍ کې د وسلو یو له سترو سوداګرو هېوادونو څخه دی.»
هغه وویل، چې دا وضعیت په بشپړ ډول د کمالا هرېس په اوږو بار دی.
د هغه په وینا، نوموړې وروستۍ هغه وه چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو د پرېکړې پر مهال له بایډن سره په یوه خونه کې وه.

نور خبرونه

رادیو