شپږيزه لیګ؛ امونهنګان لوبډلې بندامير ښامارانو ته د ۱۹ منډو په توپير ماتې ورکړه

AP ۱۴۰۳ زمری ۳۱

د شپږیزې کرېکټ لیګ نهم پړاو سیالیو په ۱۸ مه لوبه کې امونهنګان لوبډلې بندامير ښامارانو ته د ۱۹ منډو په توپير ماتې ورکړه او په دې سياليو کې يې پنځمه بريا هم خپله کړه.

امو نهنګانو لوبډله ۱۰ امتيازه لري، د سبا تر لوبې وروسته به یې پايلوبې ته د رسېدو برخلیک معلوم شي.

د شپږېزې کرېکټ لیګ د ۱۸ مې لوبې پچه د عظمت الله عمرزي په لوبډلمشرۍ امونهنګان لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

امونهنګانو لوبډلې په بهترينه توپوهنې سره د لوبې غوره پيل وکړ.

دغه لوبډلې په ۲۰ اورنو کې د خپلو پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۲ منډې هدف وټاکه.

عبدالمالک تر نور لوبغاړو ډېرې په ۵۶ توپونو ۷۳ منډې وکړې او د لوبې تر پايه ولوبيد.

د حشمت الله شهيدي په لوبډلمشرۍ د بندامير ښامارانو لوبډله په ۱۹.۲ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۲ منډې جوړی کړې او دغه لوبه یې د ۱۹ منډو په توپير وبايلل.

د امونهنګانو په لوبډله کې تېز توپ اچوونکي فضل الحق فاروقي د سيالې لوبډلې پنځه لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

د دې سیالیو په وروستيو کې د امو په لوبډله کې شرف الدين اشرف د لوبې تغير کوونکی، عبدالمالک د «سټايلش» لوبغاړي، قیس احمد غوره توپ نيوونکی او کریم جنت د ډېرو شپږيزو وهوونکي وټاکل شول او جايزې هم ورکړل شوې.

نور خبرونه

رادیو