د جمعې په ورځ د خېبرپښتونخوا د روغتیا صوبايي څانګې وویل، چې په خیبر پښتونخوا کې د بیزو تڼاکو دوه نورې پېښې ثبت شوې چې په ټول هېواد کې د دې ناروغۍ شمېره درېیو ته لوړه شوه.
په پاکستان کې تېره ورځ د روان کال د بیزو چیچک لومړۍ مشکوکه پېښه راپور شوې وه.
د روغتیا نړۍوال سازمان د چهارشنبې په ورځ په افریقا کې د دغه ویروس د خپرېدو له امله نړۍوال بېړنی حالت اعلان کړ.
دغه خبرداری وروسته له هغه ورکړل شو، چې له کانګو ډیموکراتیک جمهوریت څخه دغه ویروس نږدې هېوادونو ته هم خپور شو.
په پاکستان کې پخوا هم د بیزو چیچک په نامه د ایم پیکس د ناروغۍ پېښې ثبتې شوې وې.
د خېبرپښتونخوا د روغتیایي خدمتونو عمومي مشر سلیم خان وویل، دوو ناروغانو کې د بیزو تڼاکې لیدل شوې دي.
هغه وویل، د درېیم ناروغ نمونې په اسلام اباد کې د روغتیا ملي انسټیټیوټ ته د تایید لپاره لېږل شوې دي.
هغه زیاته کړه، ټول درې واړه ناروغان قرنطین شوي دي.
د صوبایي روغتیا ریاست وویل، چې دغه ناروغان له متحده عربي اماراتو څخه راغلي دي.
تر دې وړاندې د پاکستان د ملي روغتیا وزارت یوه ویاند وویل، چې پاکستان یوه مشکوکه قضیه موندلې او زیاته یې کړه چې ناروغ له خلیجي هېوادونو څخه راغلی و.