د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د اکټوبر په ۱۱م د پښتنو قامي جرګې لپاره یې د پاکستان جمعیت علمای اسلام له مشر مولانا فضل الرحمان سره مشورتي ناسته کړې.
پښتین روانه اوونۍ په ټولو پښتني ګوندونو غږ کړی و چې د جرګې لپاره دې له خپلمنځي مخالفتونو تېر شي.
منظور پښتین څو ورځې مخکې د خپلې فیسبوک پاڼې له لارې له ټولو پښتني سیاسي ګوندونو وغوښتل چې د داسې لویې جرګې لپاره دې له خپلمنځي مخالفتونه تېر شي او د پښتنو په دغې تاریخي غونډه کې دې ګډون وکړي.
په دې وروستیو کې مولانا فضل الرحمان هم د پاکستان حکومت له ځینو رازونو پرده پورته کړې او د ولس په وړاندې د پاکستاني حکومت پر تګلارو نیوکې کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، د اکټوبر په ۱۱م د پښتنو قامي عدالت جرګه کې به د پښتنو د هرې ولسوالۍ او هر کلي مشران ګډون ولري او بیا به دغه مشران په قامي عدالت کې د پښتنو لپاره پرېکړې وکړي.
تر دې وړاندې منظور پښتین ویلي و، چې د پښتنو د راټولولو لپاره به هره یوه ته جلا، جلا ورځي او د قامي عدالت غونډې ته د ورتګ بلنه به ورکوي.
پښتون ژغورنې غورځنګ د خپل یوه مخکښ غړي لیکوال او شاعر ګیلهمن وزیر د جنازې په مراسمو کې اعلان وکړ، چې د اکټوبر په ۱۱مې نېټې به د قومي عدالت لپاره په پښتني سیمو کې د وژل شویو، ټپي شویو، ورکو شویو کسانو او ویجاړو شویو کورونو، هټیو، کلیو، سړکونو په اړه به شمېرې او معلومات دغې جرګې ته وړاندې کړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ له شپږو کلو راهیسې د پښتنو د حقونو ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي، په دغې موده کې د یاد غورځنګ یو شمېر غړي وژل شوي، ټپیان شوي او نږدې هره ورځ بندیان شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري د قومي عدالت جرګې د رابللو سره همهاله د پاکستان حکومت له لوري د یاد غورځنګ د مهمو غړو د نیولو لړۍ هم پیل شوې او داسې انګېرل کیږي چې د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو په نیولو سره پر یاد غورځنګ فشارونه زیات کړي، چې یاده لویه غونډه او جرګه په ښه توګه ترسره نه شي.